اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ماله قلم راوړه

"مالـــه قــلــم راوړه / (د ماشومانو سندره)

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

چې د اســمان پــه لــوري واخلمه قدم راوړه

مـــالـــه قــلــم راوړه

جــهــل وهــلــو رنــځورانــو لــه مــلهم راوړه

مـــالـــه قــلــم راوړه

نــاخــلـــم بــې ډولـــه کــهــلونې لــرې کـړه

د وســلــو رنګ رنګ نـــمــونــــې لــرې کـړه

د عـــلم تــنده چې سړه کـړي هغه مـم راوړه

مـــالـــه قــلــم راوړه

پــه مـــوبــاٸــلــو کارټــونـــان نـــــه ګـــورم

د تـرکــيــې جــنــګ پــرستان ـ نـــــه ګــــورم

مــــالـــه د امـــن څو سندرې ماله زغم راوړه

مـــالـــه قــلــم راوړه

مـــا د بــــارودو له لـــــوګــــو ووســاتــــــه

ما له جــنــګــونــو له فــتـنــو ووساتــــــــه

انــوره مـالـه زيــړ ګلــونـــه د شـړشــم راوړه

مـــالـــه قــلــم راوړه

انورمانېروال

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←