اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دخاطر خوږې

دخاطر خوږې غزلې

خدايه! څومره بې وفا زما دلبر دى
چې له غمه يې زه مرم په ده اختر دى

د هجران له لاسه شب و روز ژړېږم
ځکه داسې مې په اوښکو ګرېوان تر دى

يا خو زه ورته نظر کولاى نه شم
يا خو دى ډېر په لېمو کې زورور دى

اوس مې سود په بل بشر د زړګي نشي
چې ليدلى مې د يار ښکلى بشر دى

تور باڼه د يار د غشو په مثال دي
پرې ويشتلى يې زما د زړګي سر دى

درېغه زه خاطر خو پوه په خپل قصور وى
چې په څه باندې له ما نه مرور دى؟

--------

ته به په زړه کې ماله څه راکوې
که راکوې ماله به زړه راکوې

منعه به نه شم ستا له دره ځنې
پدې دې نه يم چې څه نه راکوې

څه لوى اختر دې د ځوانۍ تېر شو
ته به لاسونه ماله ښه راکوې؟

چې ړوند او ګوډ دې کړم نو ماله ښه شوه
اوس خو به هرڅه په کاله راکوې

دا خوشحالي به ماله څوک راکوي
چې ټول غمونه راله ته راکوې؟

تر څو په ضد کړې له خاطره سره
اوس که يو غږ راله په خوله راکوې

----------

داسې راته ګورې لکه نه چې راته ګورې
نېغ مې له زړګي وځي کاږه چې راته ګورې

هغه وخت لږ ډېر وي چې ته مخ راځنې پټ کړې
داسې معلوميږي لکه ښه چې راته ګورې

مينه مې په دې درسره پو په دوه زياتېږي
ته دا کله کله ښکليه! مړه چې راته ګورې

کله چې د زلفو وريځ لرې کړې لمر مخيه!
شي دې پلوشې ښکلي باڼه چې راته ګورې

ډېر سوالونه ياد له زما راشي چې ته نه يې
شي په هغه وخت خواره واره چې راته ګورې

نن خو مې خاطر وکړه چې مه راته راګوره
زه درته کتى نشمه ته چې راته ګورې

-------

دا ستا په سترګو کې به څه پاتې شي
رقيبه! يار که مې په خوله پاتې شي؟

يو ځلې نېغ په دې لار راشه اشنا
چې دې کاږه واږه کاته پاتې شي

پردى مزدور سحر وختي پاڅي
د شوګيرو مين اوده پاتې شي

افسوس چې ستا په خيال به څه ښکارمه؟
دغه ارمان به مې په زړه پاتې شي

وستايه تل د يار ترخه خاطره!
چې په کتاب کې دې خواږه پاتې شي

---------

ترخو ته مې زړه کېږي کله کله
په خوږو خلک مړه کېږي کله کله

د يتيم غوندې مې زړه اموخته شوى
په ژړا هم ويده کيږي کله کله

په دردمنو نظر روغو ته پکار دى
که د لاسه دې ښه کېږي کله کله

چې اشنا د چا نه ورک شي موندى نه شي
رانه ځان پسې وره کېږي کله کله

ښکاري يار مرور نه دى اى خاطره!
په لېمو کې چې موسېږي کله کله

-----

کله چې په فکر کې دا ستا شمه
لاړ شمه له ځانه خو بيا را شمه

ته که لرې ضد، خو زه پښتو لرم
اوس در سره څرنګې پخلا شمه

تاو مې شي د زړه نه ستا د مخ لمبې
ګډ دې چې د زلفو په سودا شمه

عشقه داسې ځاى لره دې راوستم
اوس به نه دا ستا نه د دنيا شمه

نن دې د پرون وه د راتلو وعده
نن څنګه په تمه د سبا شمه

ډېر يې غريو نيولي راکتلي دي
لږه به خاطر ته په خندا شمه

---------

لکه کلۍ د موسېدو ډکه شه
باڼه رانېغ کړه د ازغو ډکه شه

چې ستا خورو زلفو ته نېغه نشوه
زما څنګل له زولنو ډکه شه

که يې هرڅو در سره ضد نيولى
اى زما مينې! له پښتو ډکه شه

چې تا مې هم ګرېوان ته څيرې ووې
هم ستا کوڅه يې له ټوټو ډکه شه

ښه دې زړه تش کړه چې بيا بيا نه وايې
فضا زما له اسوېلو ډکه شه

خاطره! يار دې په خيبر کې اوسي
ټوله دره له سپېلنو ډکه شه

----------

ستا له سپينه مخه زار زما زړګى شه
هم له تانه سپېلنى او هم لوګى شه

د زړګي زخمونه ګورمه چې څه کا
يو ځل بيا هغه پخوا په رنګ موسکى شه

ستا په ژبه باندې هره ژبه خوند کړي
اى اشنا! لا پېښورى، لا اپريدى شه

زه او ته د چا ژړا او خندا څه کړو
زما اوښکې دې باران ته پسرلى شه

اوس يې لرې شه د ګل ځنې رقيبه
چې پخپله باندې ګل شي بيا ازغى شه

زه خاطر دې نور خاطر کولى نشم
اى رقيبه! که پوهېږې نو سړى شه

-------

ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړو
زما د واړه عمر کار دې وکړو

خلک چې نښه ولي ګوري ورته
تا چې مخ پټ کړو نو ګوزار دې وکړو

هله پوښته زما د زړه زخمونه
خو که د خپلې خندا شمار دې وکړو

زه لا څه نه وايم چې داغ دى په زړه
ته لا پېغور کړې چې ديدار دې وکړو

چې د راتلو يې زړه مايوسه نه شي
چې دغه دومره انتظار دې وکړو

خاطره زه له تا نه چا وړې يم
وار به دې راشي که لږ وار دې وکړو

--------

Khater Apriday

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←