اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

تیر به دا ستا

خير نن که درته ما وکتل تا را وکتل
خو ګورم به دې بيا که دې سبا را وکتل

په مخه چې نن راغلې مخ دې څله پټاوه
کړو غم دې راته جوړ چې دې په شا را وکتل

هم دغسې ګلونه وو چې مينه جوړېده
څه وشول پسرلى دى که اشنا را وکتل

دنيا راته راګوري د کتو نه و وتم
چې تا ته مې کتلي دي دنيا را وکتل

يو دم مې زړه نرى شولو همزولو خاندئ مه
خاطر چې غريو نيول په ژړا راوکتل

------

تېر به دا ستا د حسن وار شي ياره زما
اخر خزان به دې بهار شي، ياره زما

چې نه رادرومې اشنا نو وعدې څله کوې
هغه پرون دې څه وې چې نن لا بله کوې
زما يقين ستا په اقرار شي، ياره زما

سترګې مې بې له تانه، د بل په لور نه ګوري
بغير د تا له مخه، مخونه نور نه ګوري
مړې به کله په ديدار شي، ياره زما

زه د بل چا د مينې، اشنا څه تمه نه کړم
زه به دا ستا مينه، چاسره سمه نه کړم
په ما خاطر که دې اتبار شي، ياره زما

خاطر اپرېدی

Khater Apridi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←