اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

خیبر ستوری

ای د خیبر ســـتــوریـــه ! پړق وهه ځلا وکړه
تــورې تیارې زور شولې، ته خپله رڼــا وکړه

دا د هېواد سره وینه ؟ مینه غواړي، ننګ غواړي
دا د پښتون لوې ټبر پت غواړي، غورځنګ غواړي

کوزه د باګرام وینه، نوې ولوله غواړي
بره دا ببر غرونه، نوې فیصله غواړي
لــــــــوې اباسین شــــــــــور غواړي
جــــــګ مــــــلاکــــنــــډ اور غواړي
دا پــــــښـــــــتـــــــونخوا کور غواړي
تس نس پــــــښــــتــــون ورور غواړي

دا د هېواد سره وینه ؟ مینه غواړي، ننګ غواړي
دا د پښتون لوې ټبر پت غواړي، غورځنګ غواړي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←