اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دبدرمنیر

دبدرمنیر یاد (1940-2008)

**********

وطن درنه د وینې قرباني غواړي غازېانو

په شمع د ننګ وسېزئ ، ځانونه پتنګانو

خالد او ابدالي غوندې تیر شوې ستا نیکونه

کوې یې په مړانه باندې فخر تارېخونه

راپاڅۍ روح خوشال کړئ نن د خپلو مشرانو

چې خوب په بستر کړي، هغه به څرنګه ځلمي وي

څه ژوند به یې د ګېدړ وي،که دا سل کاله ژوندی وي

ژوندون د ېوې ورځې ترېنه ښه دی، د زمرېانو

راپاڅۍ دښمنانان، نن سپکاوی ستا د شملې کړي

ټول عمر به پېغور درله د پېغلو لوپټې کړې

راځئ ! چې پرې وه ځو په لښکر د دشمنانو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←