اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

د محبت په تاتره کې اوسو
مونږه مدام په خطره کې اوسو

لکه د خپلو غرونو ورژېدو
په زلزليزه جزيره کې اوسو

پلا خو د ځان په خوږو نه پوهېږو
لا د بارودو په نشه کې اوسو

لا خو نه کور شته، نه کنډر، نه کلى
لا خو په ورانه اديره کې اوسو

د خاموشۍ په سمندر لاهو يو
د زورورو په محله کې اوسو

دا مونږه څنګه په ځان نه پوهېږو
دا مونږ په کومه زمانه کې اوسو

مونږ به ترڅو داسې ټکرې وهو
مونږ به تر کومې په تياره کې اوسو.


Arwahaad Dr. Sahib Shah Sabir

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←