اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ګډې وډې

راشــه راشــه، سـاقى راشـه، درې درې ملا درې

پـه ما بانـدې بدې لګى، سـتا پخـې پـخـې خبرې

غـټه پـګه دې شه خاورې، عجېبـه ته ځناور ئې

تـه د مينې بې خبره، ته د حسن نه منکر ئې

دامحفـل دی د رندانـو، اخوا اخوا لــرې لــرې

د شرابـو دڅکو نه دي، ستا ترخې شونډې بـبرې

ورشه دغـلته خیرات دی، تاله ئې ټول اېښی لرې

د ګنجي پـه شان خورې که،پـه مرداره دې وزرې

ساقي سترګوکې مسکۍ شوه بيادخيال کېښوې وزرې

په تول مسته مسته راغله سرې پاپۍ ئې د کوترې

ستا اووه واړه جـنـتــه د دې يـو د نـاز بـڅـرې

ستا څـلويـښت زره کتابه د دې دوه د نـاز خـبـرې

ستا وعدې اوږدې دحورو، دلته سرې شونډې شکرې

تـالـه قرض ژوندون درکړم، دا راکئ پرې مرغلرې

ماشوم نه ېم چې جنت پريږدم ستا د سور دوزخ د يرې

جانانه میخـانـه درکړم، واخلـم ستا کندې کپرې

مـلا ! تا څکلي ندى، نرۍ سرې شـونـډې کافرې

ستاپه غېږ کښې ناستې ندي د کالو ډکې کوترې

د جومات په چارچوبۍ کښې، يادوې پردۍ تورسرې

ډک ګلزار کښې ته ولاړ پـه ډيران لکه د خر ئې

وږې ستـرګې، وږى خېـټـه بدقسمته بد نصېبـه

خېشت او مینې ته شمکوره او په زړه په روح غريبه

راشه راشـه لېونى له، جام اوچت کړه مـسلمان شه

د رندانو په مذهـب شـه جنـتـي په دې جهـان شه

کتاب: لټون/ ګډې وډې

مخ 804

غنى خان Ghani Khan / Gadiwadi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←