د ژوند ژبه
مــنــم چــې هر پښـتـون سـتـايـلـى شـي کـمـال د پښتو
خـو هـر پـښـتـون پــټــوي ســترګـې پـه زوال د پـښـتـو
مــونـــږه بــه ويــر کــوو تــر کـومې کال په کال د پښتو
مـونــږ بــه تــر کــومــې ژاړو هــر کال پــه زوال د پښتو
پـښـــتـون بــه هــېــچــېــرې ازاد د غـلامـۍ نـه، نه شي
څو چـې د ژونـد پـه لاره يـو نـه سـي مــشـال د پــښــتـو
ســوال بــه کـوي ســرتـور به ګرځي په پردو کوڅو کې
خــو چــې راخـيـستى پښتون نه وي توره ډال د پښتو
داســــې دې ولــــــې دا پــــښــــتـو ژبــــه فـــقـــيـــره کــړلــه
ته خـو جـلال وې د پــښــتو، تـه وې جــمــال د پــښـــتــو
خــــواره قـســمـــتــه څــــه فـــال ګــــرو تـــه دې کـېــنــولــو
خـــدايــه د کــوم پـــښــتـون په سر ونـيـسو فال د پښتو
هــــر چـــا د خـــــپــل حــــسـن يـــوســـف بــازار تــه ورســو
خـــدايــه پـــه دومــره قام کې چاته وکړو سوال د پښتو
چـــې ځــاى د خــپــل وطـن پخـپلـه مـدرسـه کـې نه شوه
په داسې حال کې به څه رنـګه ښـه شـي حـال د پـښـتـو
هـر چـا پـه ســر د پـښــتـو نـــورې نـورې ژبـې زده کـړې
خـو پـيـدا شــوى پــکـــې کــم نــمــک حــلال د پـښــتـو
مـــوږه بــــاېــلـلــو جـــوارګــــرو تــل بــاېــلات کـــړى دى
مـــونـــږه سـرتـور سـرلــه راوړى نــه دى شــال د پـښــتـو
ورپـــــســــې ګــــوري هـــديـــرې دا لــېــونــي شــاعـــران
پښتون په لـوى لاس دفـن کـړى دى جـنـجـال د پـښتو
وخـــت راروان دى چـــې دا ژبـــه بـــه د ژونـــد ژبــه وي
ګرانه ساېله ټـول خــوبـــونـــه کـــړه ســـمـــبــال د پــښــتـو
Rahmat Shah Sayel
