اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

تا په رڼـــــــا پسې, تورتم ته ريباري وکړله
حالاتو مونږ سره دې څرنګه يـــــاري وکړله

څه د رڼا ستوري لرل مونږ د ګوتو په شمار
د هغه ستورو په لوېدلو دې خواري وکړله

د تورې شرنګ مې راپرېوځي تر بنګړو رسېږي
تا د شـــــملو، تــــا مې د تورو دلالي وکړله

زمونږ تندي دي راپولۍ کړه, د جنت په تمه
اخر دې سور دوزخ ته مونږ باندې زارۍ وکړله

ما درنه يو غوښته تا بـــــل نقش راونيو حاله
زما د طبيعت خلاف دې خپله کولالي وکړله

لا دې په يوه لاس کې تسپې بل کې پيالې ورکړلې
په خپل تخليق دې څه بېخونده ګلکاري وکړله

زاهد هم ونيوه نغمه د سُر له تــــــاله سره
په هر دريځ دې جـــــــادوګره فنکاري وکړله

د کــــوټوال عقل به پخپله له خپل کوره وځي
د کوپړۍ کور باندې يې ستا فکر مستي وکړله

(استاد عرفان الله کوټوال)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←