اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

په رنګــونـــو کـــې رنــــګ خـــــړ مــــې بــــدې شــــي
پـــــه ګلــــونــــو ازغــــي ډېـــــــر مــــــې بــــدې شـــــي

په خـــوله زړه بــانـــدې چـــې يـــو وي هـغــه ښه وي
دو لـــفـــظـه انــــســان حــــقـــــيـــر مــــې بـــدې شــــي

دا رښتــيا او دروغ دواړه چـــې يــــوځــــاى کــــړي
بـــيــــا دروغــــــو کــــې راګـــــــيـــر مــــې بـــدې شــــي

چــــــې وعــــــــدې يــــــې د وفــــــا او کــــــــړي جــــــفــا
د جامو په شان جفاو کې چـاپـېـر مـې بــدې شــي

چې پخـپل صــفــت پــه خـــپــلــه ســـرلـــوړي کـــړي
وي پــــه اصــــــل کــــې لازيــــر مـــــــې بـــدې شـــــي

چــې د چــا ســره دوســتــي کــړي ويــر بــه نــه کړي
پــه دوســــــتـۍ او يـــــارۍ ويــــر مــــې بــدې شــي

په اسلام نامــوس وطـن چــې ځــان قــربــان کـــړي
چې څوک نـه وي لــه ســـر تـــــېــر مــې بـــدې شــــي

چــــــې زړه ســـــوى او تــرحــــــم لا پــکــــې نــــه وي
بيا انســانـــو کــې ځــان شــمــېــر مـــې بـــدې شــي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←