اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

لاړو پنا شو

کبیر ستوري ته

د مـــــحـــــبـــــت د ښـــــاېــــــســــتـــونــو د اســـمـــان ســــتـــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــســـــــــتـــان ســــتــــورى

چـا چـې هــسـتـي د پښـتونـخـوا شــمـلـو تـــه وبـښلـه

چـــا چــــــې د عــمــر هـــره ســاه پښتو تـه وبـــښـــلـــه

چـا چـې ځـوانـي د خـپـل ولـــس ســلـګــو تــه وبـښـلـه

هــــاغــــــه د ژونــــــد د عـــــظــــمـــتــونــو د کــاروان ســتــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــــســـــــتـــان ســــتــــورى

چــا چـــې د فــــکــــر ازادۍ لــــه خــپــلـه ژبــــه ورکـــړه

چــا چـــې د ذهـــن بـــېـــدارۍ لـــه خــپـلـه ژبـــه ورکـړه

چا چې بې نومه خپـلــواکــۍ لــه خــپـله ژبـــه ورکـــړه

هـــغــه د ذات پــــه دنـــــيـــــاګــۍ کـــې دبــســـتــان ســــتـــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــــســـــــتـــان ســــتــــورى

چا چـې د لــر و بــر جــذبــو تــه کــړو مــنزل پــه ګــوتــه

چا چـې خـودســره پـښتــنو ته کــړو مـنزل پــه ګــوتــه

چـــا چــې بـــې لارې لارو تـــه کـــړه مـــنـزل پـــه ګـــوته

هـــاغـــه د خــــــيـــال د تـــعـــــــبـــيــرونـــو قـــدردان ســـــتـــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــــســـــــتـــان ســــتــــورى

د چـــا قـــلــم بـــه چـــې قـــيــصه د محــــبـــت لـــيــکـلـه

د چا احساس بـــه چـــې نـــغـمه د صــداقـــت لــيـکـلـه

د چــــا شــــعـــور بــــه چــــې ټـــپـــه د حـرکـــت لـيـــکله

د خـــپـــل ولــــس د ارمــــانــــونــــــو پــــــه ارمــــان ســــــــتـــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــــســـــــــتـــان ســــتــــورى

کــــه ســـتورى نـــشـتـه خــو رڼــا يې هره خوا خوره ده

لکه وږمـه د لــر و بـــر پـه پــښـــتـــونـــخــوا خـــوره ده

لايـــقـــه مــيـــنــه يـــې د زړونـو پـــه دنـــيـــا خــــوره ده

هــــاغــــه د ســــــــوچ د مـــحـــــــلــــــونـــو د دوران ســـــــتـــورى

لاړو فــــــنـــــا شــــــــــو د ادب د ګــلــــــــســـــــــتـــان ســــتــــورى

لایق زاده لایق. Layaq Zada Layaq

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←