اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اې د زړه سلطانه

ای دزړه سلطانه ته دزړه سلطان دچا يې ؟

ستا رنځوران ډير دي وايه ته درمان دچايې؟

ډير دې ميخاني لره درځي دشونډو جام ته

وايه ته خا صه سا قي دچا مغان د چا يې ؟

ډير درته خراب زړونه کباب په تمنا دي

ياره شراب خوره ته ميلمه په خوان دچا يې ؟

زه درپسې درسته شپه پټ ژاړم لکه پرخه

ته سبا خندان لکه گل واز ګريوان دچايې؟

خلک درته خان او خانان وايې چاپلوسي کا

وازمايه خپل حکم چې له صدقه خان دچا يې؟

هر څوک دې په ځار او په قربان او په جان بولي

جان خو بې شک جان يې ولې وايه جان د چا يې ؟

( علی خان)

https://www.youtube.com/watch?v=M7MsnkrKp6E

علي خان باباد پښتو ژبې مشهور شاعر تیر شوی او دپښتونخوا داشنغر اوسیدونکی و. دی په پښتوژبه کې یو دیوان لری چې ۲۰۰۰ بیتونه لري . دپښتو ډیرو شاعرانو دده ستاینه کړې ده .ده د۱۷۴۱زیږیدیز او ۱۷۷۱ زیږدیز کلونو تر مینځ ژوند کاوه .

Ali Khan Baba

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←