اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

سېتار

سېتار ویل، چې ښه سېتار یم، خو فنکار مې نشته

فنکار ویل، چې ښه فنکار یم، خو سېتار مې نشته

زه خپل وطن ته په ژړا شوم، ما ویل خوار ولې یې؟

وطن ویل چې زه خوار نه یم، خو غمخوار مې نشته

ما د زلمي نه تپوس وکړو، یې بې کاره ولې؟

زلمی ویل، دکار سړی یمه، خو کار مې نشته

زما دسوال باره کې پېغلې داسې راکړو ځواب

هر څه کولی شم وطن ته، خو اختیار مې نشته

مالېوني نه تپوس وکړو ته به روغ شې که نه؟

هغه ویل که دا نظام وي, نو اعتبار مې نشته

روغاني

Roghani

15.07.2024

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←