اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پــلار

ګـــــوره درشـــــــل چـــــــــې دی تــــــــر وره رســــى
دا ســــتــا مـــــرام به ، هـــــــم تـــــر ســــــره رســـــــى

ســـتــا د « خــــوږو مـــسرو نـــه » زار شـــم پــــلاره
د « قــــــلــــــم تــــــوره » تـــــــر خــــــــیـــبــره رســـــــــى

چـــــې « ســـنـــدریـــز پــیــغــام » ســــــــنــــدری واورم
غـــزلـــی ســـتـــا تـــــر لـــــــرو بــــــــــــره رســـــــــــی

چــې « پـــښــــتــونـــخــو ا » پـــرى هــــم ابـــاده ويـــنـم
پــــښـــتــون نـــظـــر دی هــــم تــــر بـــــره رســـی

سـتــا پــه « کــلیــات » کـې ، راغــونــډ شــعـرونــه
تــــــر هــــــر دیــــــار او هــــره د ره رســــــــی

چـــې د قـــــا مـــى وحــــــدت ګــلان ونــــــیــــسـى
« ژونــــدی خـــــيـــالــــونـــه » دې تــــر ســــره رســـى

چـــې دی « ســــکـــــروټـــه » کــــې رڼــــــــا ویــــــنــمـــه
د نــســــيـــم شـــــــعــــــر تـــــــــر اشـــــنـــــغـــره رســـى

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(خوږى مسرى ، ژوندی خيالونه، پښتونخوا، سکروټه ، د قلم توره ،سندریز پیغام)
داټول د ارواښاد ډاکتر ستوري د کتابونو نومونه او تنر ئې د کلى نوم دى

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←