ګیله مې ځکه وکړه
ارواښاد محمد دين مقيد کولیات
مخ ۴۱۷
.
اسمان نه پلوشې د نمر، په ځمکه راپرېوځي
د غرو سرونه پورته د اسمان په طرف وځي
لمنې د اسمان ښخې د غرونو سره ښکاري
د غرو سرونه پاس د اسمانونو سره ښکاري
ذره ذره د ځمکې، له هوا سره ګډېږي
هوا څلور طرف ته له فضا سره ګډېږي
وړې وړې ولې هم الګډو ته ورګډېږي
الګډې وړې لویې دریابو ته ورګډېږي
اوبه له ځمکې خېژي، په هوا شي سحابونه
له ورو نه اوبه راشي، شي په ځمکه بارانونه
پتنګ هم کله کله د لمبو سره ګډېږي
لمبه هم کله کله د لوګو سره ګډېږي
ژړا هم کله کله د سلګو سره ګډېږي
ارمان هم کله کله اسوېلو سره ګډېږي
دونیا کښې یو تر بله دا دونیا سره ګډېږي
نا اشنا هم کله کله د اشنا سره ګډېږي
ګډېږي یو تر بله، د دونیا دی دا قانون
یو ته یې چې ته نه کوې له ما سره ګډون
نو ګیله مې ځکه وکړه
.
بويونه د ګؤلانو کړي، هوا سره خبرې
نغمه د بلبلانو کړي، شهلا سره خبرې
څنګونه د ساحل کوي، دريا سره خبرې
موجونه د دريا ته، و بالا سره خبرې
د زلفو توره شپه کوي، د رڼا سره خبرې
د مخ رڼا کوي، د زړه درزا سره خبرې
زاهد کوي، په کونج کښې د مولا سره خبرې
رندان کوي، د می او د مينا سره خبرې
که شپون د ابادۍ کوي، صحرا سره خبرې
مجنون هم د صحرا کوي، ليلا سره خبرې
لګيا دی دونيادار کوي، دونيا سره خبرې
ديندار کوي حورانو د ماوا سره خبرې
که فکر اندېښنې کوي، دانا سره خبرې
کوي هم لېوني، خپلې سودا سره خبرې
غمونه د بېلتون کوي، ژړا سره خبرې
دردونه د لړمون کوي، قضا سره خبرې
فنا د محبت کوي، بقا سره خبرې
کوي، ټوله دونيا، ټولې دونيا سره خبرې
يو ته یې چې ته نه کوې زما سره خبرې
نو ګيله مې ځکه وکړه
.
خپل نفس چې انصاف نوشیروان سره و کړی
کولو به یې ځکه هر یو تن سره انصاف
هر څو که جهانګیر په نور جهان باندې مین و
خو بیا هم خامخا کوي، دوبن سره انصاف
محمود که د ایاز ناز او انداز سره انصاف وکړه
ایاز هم بې انداز کړي خپل مین سره انصاف
قاضي که په منصور باندې فتوا د انصاف وکړه
منصور هم کړي په شوق، دار او رسن سره انصاف
فرهاد کړي اول غر او بیا خپل سر سره انصاف
شیرین کړي ورپسې د کوهکن سره انصاف
مجنون صحرا ته لاړو، دا د ټول کلي انصاف وهٔ
لیلا کوي په کور کې ځنکدن سره انصاف
یوسف که په کوهي کښې، د انصاف کوي غږونه
کوي برادران یې پیراهن سره انصاف
عوام کړي له ناغن او اغوستن سره انصاف
بادشاه د هر زمان کوي، وطن سره انصاف
راغلی پی در پی دی، له دونیا سره انصاف
یو ته یې چې ته نه کوې زما سره انصاف
نو ګیله مې ځکه وکړه
.
بورا په ګل تاوېږي راتاوېږي قربانېږي
ګولان شو پریشان، کوي اظهار د محبت
سپوږمۍ د محبت رڼا ښایست کښې راښکاره کړه
شول ستوري بې شمار په پړکهار د محبت
بدرۍ د محبت ورته سر کښېښودو په پښو کښې
سيفل چې پښو ته واچؤل پېزار د محبت
خبر و ابراهيم، ځکه یې اور ته و دانګلى
چې يو دى لطافت کښې نور او نار د محبت
خبرې چې په مينه د بلقيس او سلېمان وې
سندرې وایي زاڼې په قطار د محبت
مېنا چې په رفتار کښې محبت غوندې ښکاره کولو
اوچتې شولې سروې په جویېبار د محبت
دونيا کښې هېڅوک نه کوي انکار د محبت
يو ته یې چې ته نه کوې اقرار د محبت
نو ګيله مې ځکه وکړه
.
.17.09.2025
