زما زیده
زما زېده کلے
د تاريخ پهُ پاڼه ياده
زېده کليه اباده
سکندر نامه درکړې
ښه درنه او ښه ځانګړې
د يونان پهُ نوم شريکه
ډک د هر قامي تحريکه
د جے پال د دمې کوره
د وختونو د مټ زوره
د محمود، اياز پړاؤ وې
تهُ د هر کاروان پيتاؤ وې
ستا پهُ زمکه عزيز خان وهُ
هم سخي ارسلا خان وهُ
يو بياض بياض شاعر وهُ
چې غزل کښې ډېر ماهر وهُ
هم اسير دې زېږولے
لوے ليکوال وهُ دا ښاغلے
چې د خوږ اواز باچا وهُ
ستا باچا کفايت شاه وهُ
احمدين هم ستا مکين وهُ
هم راغلے نورالدين وهُ
ابدالي او ليتاب خان هم
برېلوي او اشرف خان هم
ستا د خاورې وو ګلونه
تل ئې پاتې اوس يادونه
هم مکين دې رنجيت سنګھ وهُ
چې جنرېل ئې هرې سنګھ وهُ
تهُ مسکن د يوسفزو ئې
د نوميالو پښتنو ئې
زوړ بازار کښې کاروبار ستا
د ډهېرۍ سر دے يادګار ستا
زېده کليه زهُ ستا يم
تصور دې ځکه ستايم
لياقت تصور
