نظم
نظم : پير ګوهر (شاعر امن)
غواړمه چې ټوله دنیا مینه مینه مینه شي
زۀ غواړم په امن له ازغو د اېشيا لمن
نه غواړم چې سوزی په لمبو د اېشيا لمن
ډکه دې وی تل په ګلو سرو د اېشيا لمن
ستا يمه شاعر يم په پښتو د اېشيا لمن
بس په حق انصاف دې په رښتيا خبره سپينه شی
غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شی
تل دې په مزو وی د يورپ او امريکې وروڼه
کړی دې ترقی اسټرېليا او افريقې وروڼه
ښاد دې وسی تل د خپلې خپلې مېکدې وروڼه
وی په يو ورورۍ دې د دنيا ددې خطې وروڼه
لرې دې ستم کشمير ، وېتنام او فلسطينه شی
غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شی
غږ مې دے د دې ښکلې دنيا د بنيادم په نوم
غږ کوم په نسل د حوا او د ادم په نوم
ټول انسانيت راغونډول غواړم باهم په نوم
هم د رنګ او نسل او تهذيب او بې قلم په نوم
بيا دې خيژي ستورو او سپوږمۍ ته چې شاهينه شی
غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شی
نه دې څوک د بل په حق ناحقه بلوسېدل کوی
نه دې بنيادم د بنيادم غوښې خوړل کوی
نه دې څوک مظلوم، ناتوان انسان پورې خندل کوی
نه دې څوک اوږو باندې همېش مزې د بل کوی
ټول ملت د دې نړۍ دې تاؤ له يو ائينه شی
غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شی
هرکورکښې تعليم اوروغ صورت اوخوشحالي غواړم
زۀ په دې نړۍ باندې پوره پوره سيالی غواړم
هم د بلبلانو حق په باغ هم د مالی غواړم
دا دنيا له بغض او حسد غمه خالی غواړم
ټوله زندګی دې په خلوص باندې رنګينه شی
غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه مينه شی
دا د باشعورو نړۍ غواړم چې اباده وی
ورک دې شی بمونه او جنګونه ملک برباده وی
امن امن امن بس په امن دې تل ښاده وی
دا ځانګو د امن دې رښتيا په امن ياده شی
ځار دې امريکه له روسه روس دې ځار له چينه شی
غـــواړمه چـــې ټـــولـه دنيــا مينه مينـــه مينـه شی
غوړچان = نورالاسلام سنګر
