اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پښتنه دوعا

يوه پښتنه دعا

سید صابرشاه صابر

اے خدایا د دے خاورې د پښتو خلق دے تل وي

اے خدایا د شملو او د پټکو خلق دے تل وي

اے خدایا د دے خاورې د قسمت ستورے رڼا کړې

اے خدایا چرته نوے ګجو خان راکښې پیدا کړې

اے خدایا د بیربل لښکرې خپلو کښې سا سا کړې

اے خدایا د شېرشاه سوري خوبونه مې ریښتیا کړې

چې ټول پښتون جرګه کړي د جرګو خلق دے تل وي

اے خدایا د شملو او د پټکو خلق دے تل وي

اے خدایا "ننګرهار" مې یو ځل بیا چمن چمن کړې

اے خدایا خپل "سپین سرے" پېښور راته لندن کړې

د نافو په خوشبؤ او په وږمو یې سر وڅېر کړې

اے خدایا د خېبر دشتې ډاګونه مې ّختن کړې

د خاورې د ښائیست , د ترانو خلق دے تل وي

اے خدایا د شملو او د پټکو خلق دے تل وي

د نوؤ کلتورونو , د یرغل نه امان راکړې

د خپل جماعت, د خپلې حجرې , غل نه امان راکړې

دا قام ډیر څانګې څانګې دے دا قام راله "راټول" کړې

د دے وخت، د مغروره مغرور مّغل نه امان راکړې

دے قام کښې د "رڼا" د "ارادو" خلق دے تل وي

اے خدایا د شملو او د پټکو خلق دے تل وي

اے خدایا نوې نوې خوشالۍ مو نصیبه کړې

د نوې دنیا ، امن او سیالۍ مو نصیبه کړې

اے خدایا د سردار د دوجهان په نوم یې غواړم

را نوې بیا زړې کړې "ورورولۍ" مو نصیبه کړې

چې وخت سره داؤ داؤ شو د جزبو خلق دے تل وي

اے خدایا د شملو او د پټکو خلق دے تل وي

۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←