اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

د سرو وينو ماښام د مازيګر جنازه يوړه
يو ښکلي شان نظر مي د نظر جنازه يوړه

دا چا کړو لـه نظره لـه يو بل چي په څنګ ګرځو
دا چا د محبت د لروبر جنازه يوړه

فتنه يي د رقيب راته په شاه کړه چي مسکئ شوه
خندا د سپيني خولي، خو يي د شر جنازه يوړه

انکار په سترګو، سترګو کي اقرار هسي په شونډو
جانان مي د ارمان ښه په هنر جنازه يوړه

"صمده" يو ارمان دي که پوره شو بختور يم
په مرګ که مي بي نيازه شان دلبر جنازه يوړه

General Abdul Samad Momand

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←