اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

شکایت

د اورنګزیب نه شکایت او د خپلې مړانې ستاینه

د خوشال بابا کلیات

مخ ۱۷۴

.

پرورده که د مغولو په نمک یم

د اورنګ له جوره هم له غرېوه ډک یم

.

په ناحق یې، په زندان کړم یو څو کاله

خدای خبر دی، که په خپل ګناه زه شک یم

.

پښتنو سره، زړه تور دی د مغولو

خبردار یې په نیتونو یک په یک یم

.

که سره، که ناسره، راته مالوم دي

په دا کار کښې، په مانا لکه محک یم

.

یا زه باز وم یا شاهین، شاه جهان ته

و اورنګ وته کارغه یا مښګیرک یم

.

هغه زیست چې د عزت له مخه نه وي

چې يې کا په هغه زیست پورې هک پک یم

.

اور یې پورې په منصب، په نوکرۍ شه

چې تر فهم او تر نظر د مغول کک یم

.

په خپل نام او ننګ چې راشم، لېونی شم

خبردار کله په سود او زیان د لک یم

.

چې په تمه د اوړو ځغلي، و شست ته

ګومان مه کړه چې هغه ناپوه سمک یم

.

تر قضا پورې د هېچا حاجت نشته

او که نه، تر زاړه ذیب لا ځیرک یم

.

و بینا وته سور موهر یم، د زرو

په دلیل د نابینا لکه پوچک یم

.

هېڅ له قدره مې وګړی خبر نه دی

که رښتیا وایم، د سترګو مردومک یم

.

د چنبې تر ګلو ډېر دی زما قدر

و بې شناختو وته ګل د پنیرک یم

.

لکه باز، په لوی لوی ښکار زما نظر دی

نه چې ګرځي، ګونګټ نیسي، بادخورک یم

.

چې په غوښو یې روزګار هغه زمری یم

نه چې ولې د وښو خوري، هغه مژک یم

.

په دا سپینه ږیره شرم عزت ښه دی

څه به نورې چارې کړم، مګر خوردک یم

.

که عالم راته کن تاو کا، غم مې نشته

په رښتیا ویل د ډېرو پول پولک یم

.

په دانش، په شعور نه ده، په قسمت ده

چې دا هسې سرګردان لکه پټک یم

.

هر پښتون چې د مغولو نوکري کا

که دې زده، د هغې واړو بهترک یم

.

چې منصب مې د مغول خوړ، یو مېلک وم

چې منصب د مغول نشته، اوس ملک یم

.

د فرمان د پروانې حکم یې نشته

شکر دا چې په خپل حکم، په خپل وک یم

.

نه مې کار، په خاص او عام، نه په دیوان دی

نه په در ولاړ د هر یوه مردک یم

.

نه تصدیق شته، نه یاداشت شته، نه توجیه شته

نه په فکر د سند، نه د دستک یم

.

هر ګېدي به چې له ما سرکوزي غوښته

د هغه د سر، یا توره یا کوتک یم

.

که په بدو باندې شوم شؤم، زه یې څه کړم

لکه ښه ستوری په اصل مبارک یم

.

هر ساعت راباندې عید د استغنا دی

که په نور عالم ژړا، زه په خرسک یم

.

پښتانه لره شړۍ انډېری بس دي

نه په فکر د مسند، نه د توشک یم

.

ازادي ده، په ساده سپینه جامه کښې

خلاص له غمه د زربفت او د میلک یم

.

د وښو جونګړۍ هسې راته ښې شوې

وایم ناست په محلونو د اهک یم

.

که اوګره د بټو شته په شلومبو سپینه

د مغولو پولاو پاتو، ډېر پرې ډک یم

.

چې نیولی مې دا هوډ د نام او ننګ دی

که له خپله هوډه واوړم، کنیزک یم

.

په بل غشي ټوپک هېڅ ویشتلی نه یم

که ویشتلی یم خو بیا په خپل ټوپک یم

.

چې شهپر مې بټي خېل وو، کنډ کپر شول

پروادار په لنډو پرونو د بارک یم

.

د کرېځ بڼې مې تویې لکه باز کړې

ګومان مه کړه چې بې پرونو ښاپیرک یم

.

سکه وروڼه مې تري دي، حال یې دا دی

که بولاکو نه لا لیرې، یو څپک یم

.

په دروغ دروغ وعدې، نفاق امېزې

ما غلوي، ورته په مثل د کودک یم

.

تف په ږیره، د همه واړو بارکو

لا زما په ږیره هم، که زه بارک یم

.

که د واړو پښتنو راته تسلیم دی

زه خو بیا د سباکۍ انا خښتک یم

.

نن خو قام راسره ډېره جفا وکړه

ګانده بیا د خدای وحکم وته څک یم

.

که خټکو راته شا کړه، مخ یې تور شه

زه یواځې په تکیه د خدای شیرک یم

.

که څه حق، یا د ورورۍ یا نېکۍ شته

و پاداش وته په تمه د هر یک یم

.

مومندي زما د کډې لاس او پښې دي

راضي مند د اپرېدو په کومک یم

.

ډېر چینې چې تراوش وکا، دریاب شي

چې لیده شم اوس خو دا یم، یو بولک یم

.

کرلاڼي، سړبني څو پښتانه دي

زه د ننګ په کار له واړو مشترک یم

.

د هر چا سره چې کښېني هم هغه شي

اوس مې نیمه ژبه خوښه شوه، شیتک یم

.

چې دا هسې رنګ زما په سېله ګرځي

منت دار په ګرځېدنه د فلک یم

.

که مې عمر په شماره تر شپېتهٔ تېر دی

لا په کار کښې د سوارۍ لکه اوزبک یم

.

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم

.

پرورده = لویېدلی، پاللی، ساتلی

نمک = مالګه

اورنګزیب باچا مغول او خوشال بابا یې په زندان کښې بند کړی و

جور = ظلم، ستم، ځور، زور زياتی

غرېو = د زنې نه لاندې د مرۍ تر غټې پورې ځای چې د خفګان او ژړا په وخت کې هم دغه ځای اغېزمن کيږي

یک په یک = یو یو

محک = هغه تور کاڼی چې د سرو زرو کره کوټه پرې مالومولای شي، زرکاڼی

مښګیرک = مښکیرک، منږک نیوونکی وړوکی باز

زیست = ژوند

هک پک = حیران او پریشان، حیران دریان، هېښ

منصب = پوړ، عهده، مرتبه، رتبه

فهم = پوهه، پوهنه، علم

کک = ۱) لږ څیز ۲) خلی، لخڼی، ذره

سود او زیان = ګټه او تاوان

لک = ۱) سل زره ۲) نېغ، ولاړ، شخ

تمه = طمع، لالچ، سراښتوب

اوړه = په ژرنده ميده شوې غله (غنم، جوار، وربشې...)

شست = ۱) د ماهيانو د نيولو کونډه، د کب نيولو چنګک ۲) نښکه، نخښه، نښان، نشان، شيش ۳) خوړ ۴) ګوتمه، هغه ګوتمه چې غشي ويشتونکی يې په ګوته کوي

ګومان = فکر، خیال

سمک = کب، ماهي

قضا = ۱) حکم ۲) ادا کول ۳) روا کول ۴) تقدير، د مخلوق په حق کې الهي حکم؛ قضا او قدر ۵) امر ۶) اراده ۷) خبر ۸) ناغه

ذیب = دئب، لېوه، شرمښ

ځیرک = هوښیار، پوه، ژوروين، ژورلیدی، لایق

بینا = سترګه ور، بصیر

موهر = مهر، اشرفۍ، د یوې سېکې نوم دی

پوچک = ۱) تش، بې مغزه، کم عقل ۲) د کارتوس تولۍ ۳) فضول، خوشه تاړی ۴) ټوټه، لږ څيز، ذره، ټوک

مردومک = مَر-دَو-مَک = ګاټی، باتور، کسی، نينک، د سترګو تور

چنبه = یاسمن، چنبېل ، يو ډول ګل

پنیرک = پنډيرک، يو ډول خودرو ساګ چې په صحرا يا مقبرو کښې کېږي، کارګه ټکی، پنډېرک، ټکۍ، ټکلی، د پنيرک يا پنډېرک سابه

ګونګټ = ۱) مرغټانه، غوزاړی، ګونګټانه، غوزاڼې، خزدکه ۲) يو تور رنګ لرونکې خزنده ده چې سروکار يې له مرداريو سره دی ۳) تک تور او چالاک لنډی سړی

بادخورک = بادخور، اږبکه، لګړه، تور وزرونه لرونکې يوه مرغۍ، شفته، ماهي خورک، بادخورک، و باښې ته ورته يو ډول مرغه دی چې په هوا کښې درېدلای شي؛ و دغه مرغه ته موش ګيرک هم وايي

وله = د بېد ونه، یوه ونه ده چې لرګی یې ډېر پوست وي

مژک = منږک، مږک، موږک

خوردک = خوړونکی

عالم = نړۍ، دونیا

کن تاو = غوسه کول، کنه تاوول

پول پولک = شاتره، شوتره، پاپړه، مارسؤه، يو ډول تريخ بوټی دی چې د اوبو پر غاړه زرغونېږي او د جلدي ناروغيو لپاره کار ورڅخه اخلي

Fumaria officinalis, the common fumitory, drug fumitory or earth smoke.

دانش = پوهنه، پوهه، علم

شعور = اګاهانه، ځانخبري، ځان اګاهي

سرګردان = ۱) تاو را تاو، تاوېدونکی ۲) ناارامه، لالهانده، پریشان، ځلبلانده، لالوانده، اواره

پټک = توپ، پنډوسکی، ټوپکی، غونډوسکی، پنډوس

که دې زده = لکه که خبر یې

بهترک = ښه، بهتر

منصب = مقام، رتبه، مرتبه

مېلک = ملکیت، هغه څیز چې د چا حق وي

ملک = فرشته، پرېښته

پروانه = منشور، شاهي حکم

وک = واک، خوښه، وس، طاقت، اختيار

خاص او عام = مشر او کشر، ماړه او غریبنان، واړه، ټول خلک

دیوان = نائب، وکیل، کاردار، پېشکار

مردک = د مردک اسم تصغیر، سړی

تصدیق = پلټنه، څېړنه، تایيد، تشخيص

یاداشت = لیکل شوی

توجیه = توجیهه، جواب ورکول، وجه ښیل، دلیل بیانول،سپیناوی کول

سند = ۱) ثبوت، لیکلی حکم، اعتبار، تصدیق نامه ۲) مشوره

دستک = اجازت نامه، راهداري، د راهدارۍ پروانه، د حساب کتاب روزنامچه

ګېدی = ۱) احمق، ګېدي،کم عقل،احمق، بېوقوف ۲) هغه چې د خپلې ښځې د ناکاره کارونو نه د خبرېدو باوجود سترګې پټوي، بړوا، بوړا، دله ۳) نامرد، ايجړا، خسي ۴) بزدل، ډارن

کوتک = ۱) دبی، څوباړی، د کاليو مينځلو وړوکی لرګی ۲) لواړ، لوکی، ډانګ، ډانګی

شوم = بخیل، ممسک، سوګت

ساعت = ۱) ګړۍ، ګېنټه ۲) وخت

عید = اختر، خوښي

استغنا =۱) بې پروایي ۲) مالداري

خرسک = ۱) خوشالي ۲) د هلکانو یوه لوبه

لره = لپاره، د پاره

انډېری = پوزی، پوزکی، بورۍ، توری

شړۍ = شالکۍ، پشمي څادر چې له وړيو څخه په لاسونو جوړېږي او د يخنۍ په وخت کښې په ځان اچول کېږي. په پکتيا کښې يې د کوټ په ډول غوندي

مسند = تکیه، د مسند مجازاً مانا تخت ده

توشک = تولایي، نيالۍ، نالۍ، ګډيله، توشکه

زربفت = یو قیمتي ټوکی (کپړه) دی

میلک = یو قیمتي ټوکی دی چې یې د نوشاد ښار نه به راتله

اهک = آهک، چونه

اوګره = په يخو شلومبو کښې پخې شوې وريجې اچوي او د ګرمۍ په موسم کې يې بې له تبي سړه سړه څښي

پولاو پاته = پاته شونی، بقايا

هوډ = پر خبره ټینګ ودرېدل، ضد

ننګ = غیرت

کنیزک = د کنیز (وینځه) اسم تصغیر. خوشال بابا تذکیر استعمال کړی دی. کنیزک لکه د وینځې زوی

شهپر = غټ وزر، د الوتکي د وزرو هغه برخه چې په مرسته یې د الوتکي تګلوری بدلېږي. دلته خوشال بابا شهپر د ملاتر پر مانا کارولی دی

بټي خېل = بټیخېل، د خټک قبیلې یو ښاخ دی

کنډ کپر = ۱) مجازاً تالا والا ۲) لوړه ژوره, ناهمواره، ژوره ځمکه، هغه ځمکه چې هواره نه وي،کپر له کنډ سره يو ځای ویلای شي

پروادار = پروا کوونکی، پروا لرونکی، خيال ساتونکی، فکر کوونکی

بارک = د خټکو د قبيلې يوه څانګه

کرېځ = کوریځ، د مارغانو بڼې غورځول

ښاپېرک = شوپرک، څکالکی، څکالی، څکالکی، ماښمک، ماښام ښاپېرک، کتبيځ، څکاکی، لمنيوم څکلکی، ماښام ښاپېرک ، ماښام چکالی، څڅلوکی، اسمان څکلکی، لمښام څکلکی

تري = د خټکو قبیلې یوه څانګه. خوشال بابا پخپله هم تري و

بولاک = د خټک قبیلې یو ښاخ

څپک = د څلورو ګوتو برابر مقدار، چپه، څپه

نفاق = مړغنډۍ، بې اتفاقي، په زړه کښې يو څه او په خوله بل څه، عداوت، پټه دشمني

نفاق امیز = بې اتفاقي پیدا کوونکی

غلوي = غولوي، دوکه ورکوي

کودک = هلک، ماشوم

تف = ۱) د خولې لاړې (لیاړې) پرچا توکل ۲) توتو لعنت، د لعنت او ملامت د اظهار کلمه ۳) توکاڼې

همه واړه = ټول

تسلیم = لاسپورته، لاس جګ کړی؛ سلامي شوی، ځانسپارلی؛ دعا کوونکی

سباکۍ = سباکۍ (سباکه)، د لقمان عرف خټک ښځ وه. لقمان عرف خټک د خټکو نیکه دی او ښځه یې سباکه د خټکو نیا (انا) وه

جفا = بې وفایي

ګانده = ګانډه، بتاوار، راتلونکی وخت، اينده زمانه، مستقبل

څک = ۱) نېغ ۲) ۲) اواز ته غوږونه بوڅونه ۳) مضبوط، محکم

تکیه = ډاډ، مرسته، څنګ

شیرک = وړوکی زمری، د شیر تصغیر (وړه بڼه)

پاداش = سزا، بدله، عوض، ښه يا بده بدله په فارسي کښې خو پښتو کښې صرف بده بدله

هر یک = هر یو

مومندي = د خټکو قبیلې یوه څانګه ده

کډه = کور اسباب، د کور وسايل، په مجموعی توګه د يوه کور ټول اسباب او شيان

کومک = مرسته، مدد

ترواش = څاڅکی څاڅکی اوبه راتلل، څڅېدل

بولک = د بوله ویی اسم تصغیر، بوله لکه ساده

کرلاڼي = اپرېدیان، خټک، ډله ساک (دلازاک)، اوتمانخېل، سبریان، وردک، منګل، ځاځي، ورکزي او داسې نور واړه کرلاڼي دي

سړبني = دوراني، شینواري، خېشکي، خلیل، مومند، داودزي، یوسفزي، شیراني او داسې نور واړه سړبني دي

مشترک = سره ګډ، شریک، یو ځای

شیتک = د پښتنو یوه قبیله

سېله = مرسته، پره، طرفداري، حمايت

منت دار = منندوی، احسان منونکی، ممنون

اوزبک = ۱) د تورکانو د یوې قبیلې نوم دی ۲) خودمختار، رییس. ښایي دلته د خوشال بابا موخه (هدف، مطلب) دا وي چې څه رنګه اوزبکان د اس په سورلۍ کښې تکړه وګړي دي نو زه هم د هغو په څېر د اس په سورلۍ کښې تکړه او پیاوړی یم.

.

غوړ چان: ډاکتر ممتاز لونګین (ممتاز خان)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←