اذان
رب دې ساته مور دې نۀ شي په تا بُوره
پاس د دار پر سر اذان وکړه منصوره
راته ووایه د امن ایاتونه
په لمانځه کې چې شي مینه را حضوره
د جمال خالق دې ستا د رنځ طبیب شي
د وطن د سر درو ګله رنځوره
د وطن پېغله په خپل وطن کې خانه
په پردي وطن کې خانه شي مزدوره
دا جنت وطن له جنګه په امان کړې
چې په تن یې ده جامه د خدای له نُوره
افغانان مو غلامان د هېچا مه کړې
دا وزر وانخلې ربه له باتوره
پير محمد کاروان
