اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

رنګین کلی

تخنیکي وده پرمخ ځي، نه تمیږي

دا نړۍ په یو رنګین کلي بدلیږي

کمپیوټر به وسیله شي د هرکار

کار به بې له کمپیوټره هېڅ نه کېږي

انټرنټ به وي دېره د مالوماتو

دې دېره کې به هر څه نه خلک خبرېږي

انټرنټ به ازاده لوې بازار وي

د بازار راج به په هرځای کې چلېږي

د قلم د ازادۍ امکان یې مل دی

د جانان کوڅې ته لاره هم لنډېږي

بې ریباره به شي مینه په دونیا کې

د مینو به سېده خبرې کېږي

قامي پولې او سیاسي پولې به یو شي

یو له بله به بیا هډو نه بیلېږي

ستـوری دا اوس نړۍ واله ترانه ده

چې د ځمکې تنابونه رالنډېږي

(کبیر ستوری)

دلیکلو کال 2006

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←