اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د اقبال مومند ۴ شعرونه

يارانو ! د سرکشو احساساتو باوجود

ژوندے ووم د تيکه تيکه حالاتو باوجود

مونږ۔ټول عمر ملګري په اوږو وګرځول

خفه دي د دې دومره عناياتو باوجود

دې ښار کښې دوکانونه دي بې شمېره د خوږو

او دوﺉ پکښې زقم اخلي د شاتو باوجود

مونږ چرته په دې حال کښې نه فرياد وکړو نه شور

د هجر د دې تورو شپو ميراتو باوجود

مونږ نه ورکوو بعضې بعضې خلقو له جواب

مونږ سترګې پټوو د اختياراتو باوجود

باران کښې پرې د خاؤرو کوټڼۍ را څڅېده

بې وسه وو يو پير د کراماتو باوجود

ما وباخښو ما خوشے کړو قاتل زما د سر

اقباله ! د پښتو د رواياتو باوجود

اقبال مومند

---------

له کبره له کينې له غرور ډکه ټهېکداره!

ته ناست يې په کرسئ او زه په زمکه ټهېکداره!

مونږ ټوله ورځ دا کاڼي ټکوو په سرک ناست يو

زمونږه خو روزې ده له سټکه ټهېکداره!

ما دلته چرته لنډ په پېښور کښې په روزګار کړه

زه مرمه چې زه آؤړم له اټکه ټهېکداره!

که مونږ سره دا خلق يارانه جوړول غواړي

نو مونږ باندې دې ملا اوتړي کلکه ټهېکداره!

پولئ پولئ لاسونه پټوم هغې بې بې نه

چې ماباندې ليد؎ نه شي ګرمکه ټهېکداره!

نو مونږه خو په ګل هم چې څوک ولي نو خوږېږو

زمونږه خو نفرت د؎ له ټوپکه ټهېکداره!

اختر له خو به ځم خو په خالي جېبونو نه ځم

زما نه به جوړه غواړي خورکه ټهېکداره!

دې خلقو ته پېسه ښکاري سبب د مرامونو

دې خلقو پرې ايمان راوړ؎ ځکه ټهېکداره!

اقبال کښې نورې ټولې نشانې د ازمرو دي

يرېږي له دې توره تربوزکه ټهېکداره!

اقبال مومند

----------

هسې مو سترګې پټې کړې وے او خوب نه راتلے

چرته چې شپه خو دې راوړې وے او خوب نه راتلے

چې محبت وے ورورولي وے او اخلاص وے پکښې

ځه نو بيا خېر دے که جونګړې وے او خوب نه راتلے

يو کس قصه کولے مونږ ورته وے غوږ نيولے

خو چې قصه هم د بابړې وے او خوب نه راتلے

وايم د ښار د فرېب ګر ماحول نه لرې لاړے

غرونه وے دشتې وے او شړې وے او خوب نه راتلے

اخ چې باران وے او امکان نه وے چې لاړه به شې

وريځې خورې وے لړې لړې وے اوخوب نه راتلے

د ژمي شپه وے مړو سکارو ته مو لمن وهلے

چې دوه په دوه وے لمدې دړې وے او خوب نه راتلے

اقباله ! ويښ وے تر هغې چې ملا بانګ وٸېلے

خو چې خبره لا نيمګړې وے او خوب نه راتلے

اقبال مومند

__________

ژوندون څۀ دے؟ خو له کربه اقتباس دے

محبت کۀ پکښې نۀ وي نو بکواس دے

دا چې ښکاري سرابونه دي ، ګومان دے

دا چې وينې دا وهمونه دي ، قياس دے

د يو چا د وجود سېورے رانه تاو دے

چې راټول مې پرې پرهر پرهر احساس دے

جنګ چې وينم نو څۀ چل راباندې کېږي

نور څۀ نۀ دي طبيعت مې لږ حساس دے

دا ماښام چې نن بې سوره بې مزې دے

ستا د هجر ميرات مړي پکښې لاس دے

چې يې سر په توره ځي دے ورته خاندي

نو په داسې امتحان کښې سړے پاس دے

دوي د مٸيو کټوري غواړي اقباله!

زما وس کښې د ساده اوبو ګِلاس دے

اقبال مومند

_____________

زرچاڼ سنګر :(پښتو انتخاب شاعري)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←