اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

یادونه افسانې

اوس دی یادونه افسانې ښکاري.

دا څه دستور د زمـــانې ښکاري

ستا په وصال کې به نشه غـــوندې وه

هر غم مې هیر و عجیبه غـــــوندې وه

ګړۍ ګړۍ یوه لحظه غوندې وه

اوس دا خبرې بهانې ښکاري

داسې دستور د زمانې ښکارې

ستا په فرقت کې به پرېشانه ومه

هر وخت به ورک د خپله ځانه ومه

ښه راته يآد شي سرګردانه ومه

اوس پکې تتې نښانې ښکاري

زما ياديږي هغه ناز او ادا

کله گيلې او کله هسې پخلا

کله ژاړه کله په بړکه خندا

هغه ماڼۍ اوس ورانې ښکاري

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←