اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

ډاکټر راج ولی شاه خټک

زۀ چې افـــــغان يــم، زۀ چې پښتون يــم

نو هــــــم مــجنون يم ، هم افلاطون يــم

پــــــــښتونولي مې د ژوند آئــــــــين دے

په دې مجرم زۀ ســــتا د قــــانون يــــــم

کۀ پـــــه وجـــــود مـــې لکيرې راکــښې

د کائناتـــو د روح مــــــــضمون يـــــــــم

تن مې زخمي دے وطـــــن مې ړنګ دے

په حادثو کـــــــــــــښې مدام زرغون يم

نۀ پښتونخوا شـــوم نه روهستان شوم

هسې رسوا شـــــــــوم هسې افسون يم

تيرې د شـــپو مې په نــــن خـــورې دي

خو ســــپين ســـبا يم اؤ روڼ پرون يم

قامي احــــــــساس مــــې دے خوبولے

ولي شوګير يـــــم، سر په زنګون يــــــم

زرچاڼ سنګر

پښتو انتخاب شاعري

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←