اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د سولې ارمان

کاڼي دي که بوټي که موځمکه که اسمان دی

دلته هرموجود د ورکې سولې په ارمان دی

سپر ورته سينه لکه ديوال پښتون نيولې

هر تير چې راوتی د اغيارو له کمان دی

نيل يې عاقبت وي د موسی د عزم زور دی

دلته چې راغلی کوم فرعون يا هامان دی

دلته څو شرخوښوپه هرزړه کې شک کرلی

دلته زورور په هر باور باندې ګمان دی

وخته به ټول مړه وو ددی وخت په حادثو کې

شکردی ،همته، چې مو مل په خدای ايمان دی

( عبدالحلیم همت )

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←