اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

شعر


زما د خــیـال پـه ورشــو غــلــې غــلـــــــــــــې
لـــکـــه د پــــرخــــې ورېــــده ژړېـــــــــــــــــــده

پـښـتـنې پــیـغــلـې غــږ کــولای نـه شـــــــــو
پـه ســـرو لـمـبـو کې ســوزېــده ژړېــــــــــده


غزل

ووایــــــه وحشــتـه ازل چــــــرته دی
ګرانــــــه زندګي شوه اجل چرته دی

لاره دژونــــــدون، نــوره ازغــنـــه ده
وایــه لیونتوبه مـــــــنزل چــــرته دی

ګله!ښکلي ډېر دي مالیدلــــــي دي
ستادښائسته سترګو بدل چرته دی

دلــته په هرلوردي زولنــې خــــورې
دلته زلفې چرته اوربـــــل چرتـــه دی

رنګ یې چې « لایقه » زما مینه شي
داســـــې شعرچـــرته غـــزل چرته دی

Layaq Zada Layaq

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←