اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

درې شعرونه

لوے درياب د مينې نۀ شي په واړۀ زړۀ

شومه ياره بيا د ستا غوندې په نۀ زړۀ

چې په خلۀ کوي يوه او په زړۀ بله

دۀ هغۀ سره به مينه کړې په څۀ زړۀ

سوي رنګ ته مې لږ وګوره دلبره

ما نيولے ستا د حسن په لمبۀ زړۀ

بېګا ستا په انتظار کښې شمع رويه

د هر ستوري سره پورته مې خاتۀ زړۀ

بيا يې خوب واړه ټوپونه او هيبت شي

د هجران چغې چې وشي په ودۀ زړۀ

يو غم نه دے چې يې وکړې اے خاطره

ډېر غمونه دي کوه ئې په ساړۀ زړۀ

خاطر اپريدے

ما دَ اريانا ګرېوان کښې ؤګورۍ

اوس هم جنتی جوټې پۀ ټال وَهم

څوک وائی منصور به پيدا کيږی نَه

زۀ او احمدزے دَ وينو خال وهم

ورشئ شب پرست قاتل ته ووائۍ

ژوند دَ ژوند پرستو خو مړ کېږی نا

دا وطن چې چا پرې بلوسه کړې ده

دا خاوره دَ هېچا هم هضميږی نا

ما دَ ژوند پۀ سترګو کښې کتلی دی

دا چې وی،دلدار به وی،ازار به وی

څوک چې دَ جنګ مټ دَ جنګ پرست نيسی

دا رسم دَ وينو دَ پرهار به وی

ټول دَ پَېښَوَر ياران مې غلی دی

هاې سور سترګی خلک مې سپين سترګی شول

اوس مې دَ افغان معنیٰ بدله ده

هاغه پښتانۀ مې هم شين سترګی شول

مانه دَ کابل ګلونه مۀ غواړۍ

وينې وينې خاورې به راټولې کړم

خداې به مې سپرلے پۀ وطن راولی

سپينې سپينې واورې به راټولې کړم

نور البشر نوید صیب

د مُلا په نصيحت به څوک غوږ کېږدي

تر منبره چې چغار ستا د پڼو ځي

دا مارغان ورباندې چتر چتر کيږي

له باګرامه سېل بهر ته د سکڼو ځي

جونه ستا ځواني مرګی باندې ژړېږي

ځکه شور يې تر خیبره د بنګړو ځي

خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو

د مفلس حسن په يو موټي چڼو ځي

په کوم ځای چې د زمرو نوکې رژیږي

عاشقان هلته په څوکو د بڼو ځي

کاکا جي صنوبر حسين مومند

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←