اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ملنګ پښتو لنډۍ

ملنګ په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې

دملنګۍ کچکول به واخلم

څودجانان دیدن ونکړم نه راځمه

دملنګۍ کچکوله مات شي

چې تا راواخلم دزړه غم مې تازه شینه

دملنګۍ کچکوله مات شي

چې درپه در دې ګرځوم تش دې راوړمه

ملنګه دوه ګټې دې وکړې

یو دې خیر ټول کړ بل دې وکړل دیدنونه

زه د اوله ملنګ نه وم

په تا مین شومه ملنګ د دوهې شومه

د ملنګانو سره مل وای

پروت په ځنګل وای چې مې نه لیدې غمونه

ددروازې ملنګه پاڅه

ناوخته کیږی مونږه ور پورې کوونه

ملنګه بخت ته دې حیران یم

اول دې ښکل کړي بیا دې غیږته خیژوینه

زما دمینې یار ملنګ شو

اوس به دیرې دملنګانو لټومه

ددروازې به دې ملنګ شم

دیدن به ستا کوم خیر به کلې راکوینه

دملنګانو سره خوښ یمه

زما یې خوښ دي داشلیدلي ګریوانونه

په ملنګانو نظروکړئ

د لیونۍ مینې ملنګ به پکې وینه

سترګې کچکول کړه، دیدن واخله

ملنګه یاره په بانه راغلې یمه

راځه چې دواړه ملنګان شو

یا به یاران شو یا به تورې خاورې شونه

غاښ دې کنډو ږيره دې سپينه

په يارانه پسې ملنګ ګرځې مينه

بېلتونه خوار شې، زه دې خوار کړم

د ملک باچا وم د زيارت ملنګ دې کړمه

ملنګه ته په وخت رانغلې

په نيمه شپه خيرونه چا ورکړي دينه

ملنګ ته خير راوړه ميرمنې

کچکول په لاس فقير دعا درته کوينه

ملنګه دا دې څه عادت دی

چې د اواز له مخه سر ښکاره کوينه

خوله دې کنډاسه، ږیره سپینه

په يارانۍ پسې ملنگ ګرځې مينه

ملنګه هلته ودرېږه

چې په کچکول کې دې پيزوان در واچومه

ملنگ پاچا دی ملنگ نه دی

ښکلي ديدن ته تر کوڅو پوري راځينه

بيا به دې نوم پر خوله وانخلم

ته ماتوې دملنګانو کچکولونه

ملنګ دې ځان ته دعا وکړي

چې په پردو کوڅو کې نه غواړي خیرونه

ځان دې ملنګ کړه په ما راشه

د ملنګانو لارې چا نیولي دينه

زه له اوله غټ ملنګ وم

اوس دی خیرات د حسن پټ پټ ټوله ومه

د دروازې ملنګ ته واېه

الله دې مل شه، مونږه ور پورې کوونه

په اندیښنو می ځان پاچا کړ

چی سر می پورته کر ملنگ ددوهۍ ومه!

په تصور می ځان باچا کړو

چی سهار پاڅېدم ملنګ د دوهۍ ومه

جانان زما په سر سړی دی

که زه یې پرېږدم د کوڅو ملنګ به شینه

ملـنګه کـبر پکی مه کـړه.

که لیلا خاوری درکوی تړه پنډونه

له دې ملنګه نور په تنګ يو

چې هره ورځ مو دروازې راټکوينه

که خيرات نه ورکوې ياره

مه ماتوه دملنګانو کچکولونه

ملنګ دې ځان ته دعا وکړي

چې په پردو کوڅو کې نه غواړي خیرونه

ځان دې ملنګ کړه په ما راشه

د ملنګانو لارې چا نیولي دينه

د دروازې ملنګ ته واېه

الله دې مل شه، مونږه ور پورې کوونه

ملنګ، ملنګ نه دی پلنګ دی

خیرات پلمه کړي، سم منګولې لګوینه

بيا به دې نوم پر خوله وانخلم

ته ماتوې دملنګانو کچکولونه

دکچکاله بلا دواخلم

زما جانان به په کي خير در کړی وينه

د ملنګۍ کجکوله مات شی

چې تا راواخلم دجانان مینه را ځینه

د مـلـنـګۍ جـامــه کـې راشـه

زه به په تور څادر کې خېر در وباسمه

ساده ملنګ نیولی ننګ دی

شمعې پتنګ دی ځان په تا ستي کوینه

(ټولوونکی /یاد)

https://youtu.be/p_YZtuXhjak

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←