پیغام
زما پیغام په لیکنو کښي
(سید عبید الله نادر)
که هرڅومـره می، په شعر کښي رواني ده
خــو هماغـــومــــــره پرته پرې معــاني ده
نصــیحت او د پـــــندونو مجــــموعـــــه ده
د تعلـــــیم او تربــــیې، پری ارزانــــــي ده
خامخـــا به مـاتي ګـوډې هم په کښي وي
خـــو پـیغام یې اخــــلاقي او انســاني ده
نکته رســــو ته، عبرت ټـــکي په کښي دي
د کمـــال پرې تر یو حـــده، پریـــــماني ده
نزاکــــــت او د آدابـو په کښی درس دی
محبــــت فــضا یې، ټـــــوله نـــــــورانی ده
له هر اړخـــــه یې تـــشریح ده ډیره ګرانه
ځکه دا قصـــــــه اوږده او طــــــــولاني ده
خاوندان د زړه ترې اخـــــلي حکـــــــمتونه
د تعلـــــیم بــڼه یې ټـــــــوله جـــــــهاني ده
انتــــــباه او بیـــــــدارۍ دي ژانـــــــــرونه
تصـوف کښي هم ،په خپل حد، حیراني ده
د فـــاني د نــیا د زده کـړو یو کـتاب دی
حقیــقت کي په بل رنګ نکــــــته داني ده
د فنا خبر دارۍ دی، په هـــر ګــام کښي
د روزګار د چـــوپې خولې، ترجـــماني ده
په ګلــشن کـی د دنــــیا می په ټــول عمر
د بلبل په څـــیر، دګل نغـمه خــــواني ده
د روزګــــار له صحـــیفو، او له کــــتابه
یــو یـو درس دی، د عــبرت نکته خواني ده
په وړو باندی ټــــــینګار دی ، د پـــــوهــنې
له مشـــــــرانو شــفــقت، مهــربـــاني ده
له تعلــــــیمه مـحــرومـیت د اولادونـــو
دي ملت ســــره جــــفا ده، نا ځــواني ده
بی تعلــیـمه چې اولاد د وطــن نه شـــي
همــدې ټــکي ته می ډیـــره پریـشاني ده
چې می تل له کوم شي سر دی، ټــکولی
نالوستی ده ، هــــغه جــهل او نـاداني ده
د یـــو ملک د تــــرقي کمـــال له پـــــاره
ضـــرورت هـــم، د ایـــثار او قربـــانــي ده
د حســـد او د کېـنې څـــــخه نــــفرت دی
غندل شوي په کي هرځای ځان ځاني ده
چې پیغام د انسانـیت، هر چــاته ورکـــړم
خاورې کړې می، په دې لارکښي ځواني ده
سید عبید الله نادر
