اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

که لیونې مې نه کړې

که لېونى مې نه کړې

زه به لېونۍ نه يمه،

ځه کنه ګورو به جانانه

که ادم خان مې نه کړې

بيا به درخانۍ نه يمه،

ځه کنه ګورو به جانانه

چې دی په تورو غرونو سر نۀ کړمه،

لالیه بيا به سترګې توري نۀ کړم

چې دا د ميني سزا در نۀ کړمه،

بيا به په شونډو سرخي پورې نۀ کړم

چې موسیٰ خان دی نۀ کړم

بيا بۀ ګل مکۍ نۀ یمه

زۀ کنه ګورو بۀ جانانه

چې په خوږو خوږو خوبونو پسې

مي څو په چغو ژړولی نۀ يې

چې مي د خپل باغ پۀ ګلونو پسې

تر عمره عمره کړولی نۀ يې

زۀ به د خپل وطن د غرونو غرڅنۍ نۀ یمه

زۀ کنه ګورو بۀ جانانه

چې مي د سترګو نه الهام وانخلی

زۀ به دی هم د غاړې خار نه کړمه

پۀ دوه لاسی مي چې سلام وانخلی

تا به تاجدار تا به دلدار نه کړمه

چې دی رنځور نۀ کړمه

زۀ به شين خالۍ نۀ یمه

زۀ کنه ګورو بۀ جانانه

چې مي سندره نۀ کړي څو سائله

ياد يې لره رانه به خوب ونکړی

چې مي تر څو نکړی درخو سائله

رانه به ژوند د زلميتوب ونکړی

چې په ژړا دی نکړم زۀ به ملالۍ نه یمه

ځه کنه ګورو به جانانه

رحمت شاه سائل

چې مدام پورته کوونکی ستا د ناز یم

ځکه هسې د هر چا نه بې نیاز یم

د قیامت وعده دې لنډه راته کېښوه

زه له دې فریبه ډېر دور او دراز یم

د هستۍ دا خوبولې نغمې څه دي؟

خو بس دا چې ته مطرب یې زه دې ساز یم

هغه زه چې تاته مخ او حقیقت یم

هغه زه چې تاته فکر کړم مجاز یم

ته چې څو یې پرده خوښ بې حجاب

زه چې څومره خودنما یم هومره راز یم

ته که شمع خندنی یې په امکان کې

زه ګریان د سوي زړه سوز او ګداز یم

ستا په مخ باندې دا زما انجام دی

هم اعجاز یې د مخ ښکلی په اغاز یم

خو وزر مې د مجاز وي پرې یرېږم

ګنې عرش مې یو قدم هغه پرواز یم

تعالي مې د غرور له مخې نه ده

تورې سترګې په رنجو د امتیاز یم

چې دې مینې کړم غریب غریب نوازه

ځار له تا نه زه حمزه غریب نواز یم.

(امیر حمزه خان شینواری )

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ

د خبرو ملک مې فتح په سمند کړ

مدعي د تورې شپې اور اورکی و

د سهیل غوندې مې ځان باندې څرګند کړ

د میرزا دیوان مې ومانډه په ګوډي

مسخره مې ارزاني، خیشکی ،زمند کړ

که دولت و، که واصل و ، که دا نور وو

په خبرو مې د هر یوه ریشخند کړ

قتلمې مې ورته سازې کړې د قندو

د اوربشو په ډوډیو چې چا شخوند کړ

په تازه تازه مضمون د پښتو شعر

په معنا مې د شیراز او د خجند کړ

(خوشال بابا )

به چین کې د سوشلسټ انقلاب تر بریالیتوب وروسته قلندر مومند صېب د چین اولس ته دا نظم لیکلی و. ٧٧ کاله مخکې د پښتنو پرمختپکپالو نړۍ لید داسې و.

د ښاپیرو د وطن

ای ننګیانو ملګرو

د ماوزی تنګ د چمن

ښاغلو سرو بلبلو

د کایي شک د لمن

ای تکو سرو بڅرو

د نوي چین زامنو

درته سلام کومه

ستاسو د یون ښادمنو

څه به کلام کومه

مړي ژوندي وینمه

ستاسو رفتار ته سلام

برمي هندي وینمه

ستا د هیبته لرزان

څنګه تندي وینمه

ستاسو له تګه قربان

ستا د رفتار له ویرې

هوانګ په وروستو ځغلي

ستاسو د قار له وېرې

چیانګ په وروستو ځغلي

ستا د ښادۍ په سبب

په واشنګټن کې ژړا

د ازادۍ په سبب

هلته لنډن کې ژړا

د ابادۍ په سبب

بره جرمن کې ژړا

ځان دې تنها مه ګڼه

دلته غریب راویښ دی

ما هم جدا مه ګڼه

نن مو نصیب راویښ دی

د سنکیانګ په غاړه

چپې بې واره وینم

د امریکې خراړه

له یو ګوزاره وینم

قافله مخکې لاړه

هغه ده لاره وینم

مه شه په ورېځه زهیر

صفا اسمان ښکارېږي

د فارموسا پناه ګیر

راته روان ښکاريږي

مزدور سلام کوینه

د تورو غرونو له شا

رنځور سلام کوینه

د مړو روحونو له شا

مجبور سلام کوینه

د یخ سیخونو له شا

زما په غم غمژنو

خیبر کلام کوینه

د نوي چین زامنو

درته سلام کوینه

1951

—————-

ســتار وئیل چې ښۀ ســــتِار یم خو فنکـار مــــې نشته

فـنـکـار وئیل چـې ښۀ فـنـکـار یـم خــو ستار مې نشته

زۀ خپل وطن ته په ژړا شوم چې تۀ خوار ولــــې ئې

وطن وئیل چې زۀ خوار نه یم خو غم خوار مې نشته

ما دۀ هیواد نیستۍ ته اُووې چــې اُوزې ولــــې نه

نیستۍ وئیل چې زۀ به اُوزمه خو لار مې نشته

مــا دۀ زلـمـي نه تپوس اوکړو. ئـې بیکـاره ولــې

زلــمـي وئیل دَ کار ســــــــړے یمه خو کار مې نشته

زمـــا دَ ســــوال باره کښـې پیغلې داسې راکړو جواب

هـــر څــۀ کولې شم وطن له خو اختیار مـې نشته

ما لیوني نه تپوس اوکـــــړو. تۀ بۀ جــــوړ شې کۀ نه

هغه وئیل چــې دا نـظـــام وي. نو اعـتـبار مـــې نشته

دَ پـښـتونـخـوا دَ زیړو پاڼـو ونـې داســــې اُووې

دَ دې قابله یم چې شـــنه شــم خو بهار مې نشته

ســــــحـــر دَ ګل سترګې شوې ډکې دَ لختي په غاړه

وئیل ئې هـــر څۀ راته ډېر دي خو مــالیار مې نشته

عبدالرحیم روغانی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←