د لرې وطنونو
چې ئې روږدې د لېمو په پيمانو شي
سود ئې کله بيا د لب په بهانو شي
حسنه تۀ راباندې هر څۀ هر څۀ کړے شې
بادشاهي خو همېشه په خزانو شي
څو چې خداے راکړے نۀ وي نو به ژاړم
د خېبر فصلونه تل په بارانو شي
بس دے نور دې په سپين مخ خالونه مۀ ږده
که دې سود زما د زړۀ په نښانو شي
که دا ستا په نوم بدنام يم پروا نشته
ليوني غږونه تل په ليونو شي
چې د زړۀ کور لره راشي پروا نشته
اے خاطره خاطر تل د مېلمنو شي
(مصري خان خاطر اپريدے)
---------------
عشق دې کړمه باد د ګړنګونو په سرونو
پريوتم د لرې وطنونو په سرونو
یو ځلې خـو راشـه اے د چا د ديد بهاره
وچ دې کړم د هجر د ښاخونو په سرونو
مات پما نظر کړه چې سپېرسترګي حق حېران شي
دود مې کړه د خپلو محلونو په سرونو
دي مې سوګندونه چې په ژوند به دې پرېنږدم
ستا د عشق منزل د مزلونو په سرونو
درېغه چې دا ستـا د اننګو خولې هم زۀ وے
پرخې مزې وکړې د ګلونو په سرونو
تور ئې چې د سترګو په کتو کښې کله سپين شول
واورې مجنون خوښې کړے د غرونو په سرونو
سـتـرګـې به زما شـي اخر غـرقې په ژړا کښې
ګـرځي چې کـشتۍ د دریـابونو په سرونو
هـسې هم ايرې يمه د باد سره الوزم
اور مې څله نيسي د زخمونـو په سرونو
ښکلي به سر ټيټ کړي ياره ستا په تصور کې
ډېر خاطره ستا د غزلونو په سرونو
(مصري خان خاطر اپريدے)
