یو څو ورځې زندګي
يوڅو ورځې ز نده ګي ده
نن به يو سبا به نه يو
که دى ښه کړل که دى بد
دخپل ځان سره خواري ده
که بادشاه یې که ګدا یې
دغه ورځ ګوره حتمي ده
څه توخه ځان سره وا خله
چې اوڔده مساپري ده
هرسړى ترينه “کوچوان” دى
بقا نه لري فا ني ده
( Gulrang Kochwan - ګلرنګ کوچوان)
06.12.2025
-----------
مکتب کۀ زمونږ خپل دے نصابونه ټول پردي دي
وئیلي مونږ ته هرچا سبقونه ټول پردي دي
جنګونه مونږه کـړي دي مېدان مونږه ګټلے
تاریخ کې د مړانو مو نومونه ټول پردي دي
پښتو مو مورنۍ ژبه ده مونږ زده کړې نۀ ده
پراتۀ زمونږ پۀ ذهن کښې لفظونه ټول پردي دي
د نورو کلتورونو نمائش ورپکښې کـېږي
پۀ خاؤره د پښتون باندې رسمونه ټول پردي دي
د نوم سره رواج اوس د ابو د سابقې دے
مونږ ایخي ماشومانو له نومونه ټول پردي دي
ًٍمونږ تل شهیدان شوي یُو مونږ تل وینې ورکړي
ټوپک پردے پردے او هم جنګونه ټول پردي دي
زمونږ د ستونزو ذکر به بېخي ورپکښې نۀ وۀ
مونږلوستي رسالې او اخبارونه ټول پردي دي
د خپلـو وسائیلو د اختیار نه بې خبره
راغیستې مونږ پۀ سر باندې غمونه ټول پردي دي
پۀ غټو چوکو ناست وي تاجه دغه یې پوره ده
نومونه پښتانۀ لــري فکـرونه ټول پردي دي
(ډاکټر تاج محمد - بونېر)
