اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

لیمه ښکارې

د بينوا سترګو يو سوال ته چا کچکول او نه نيو

کوڅے وے ډکے ملنګان تے بينوا راغله

څوک شب پرست دی خدايه څوک دی د رنړا مينان

محفل ته ټول بے ډيوے راغله بے رنړا راغله

چا هم اونه لوسته زما د ژوند د خيال فلسفه

هر څوک سواره د فلسفے د خیال په شا راغله

ستوری زمونګ سپوګمۍ له راغله خو په غلا راغله

څه وار خطا وارخطا څه بي ساه بي ساه راغله

زمونږ د کلی او د ښار تر منځه ورک ملګری

سوداله لاړه سودايان شو بے سودا راغله

زمونږ خارج څومره غمژن څومره شوګير شوګير دے

زمونږه سترګو له خوبونه په ژړا راغله

(رحمت شاه سایل)

_______

کله مخ زه په قبله کړم، کله مخ کړم وه جانان ته

هيڅ په فرق ئې پوهه نه شوم ربه خير مې کړې ايمان ته

هغه ورځ چې خلق پيدا شو ده خالق په تجلي شو

زه وم پروت مخمور مشکور په سجده مخ ده جانان ته

اوس زما په بې کسۍ کې ده مستۍ لمغړې وينې

چې زه ده ځمکې قابل نه وم، ولې تا بوتلم اسمان ته

ده خبرو ئې څوک نشته غني ځان سره ګوڼېږي

لېونى ئې هله بولی چې ئې وګوری جانان ته

(خان عبدالغني خان)

————

ته د کومې ورځې نه، ما ته چې لېمه ښکارې

ځکه راته نه ښکارې، ټول چې راته ته ښکارې

څه چې راته وایې ته، وایه، بد پرې نه ښکارې

زړه خو هر څه وایي نو، ته خو ما ته زړه ښکارې

مینه کړي ممکن هغه، خدایږو ناممکن چې وي

زه چې تا ته بد ښکارم، ته چې راته ښه ښکارې

مینه کله حسن شي، حسن کله مینه شي

کله چې زهٔ تهٔ ښکارم، کله چې تهٔ زهٔ ښکارې

ځان ته ایله شم خبر، پوه شم چې زه هم یمه

ته چې رانه تله کوې، ما ته په راتله ښکارې

زه لکه بلبل هسې، سر په ژړا ښه ښکارم

ته لکه د ګؤل هسې، سر په خندا ښه ښکارې

اوس چې ځان مې بیا موندو، ښکلیه ستا په سترګو کښې

زه به درته ښکارمه، ته به راته نه ښکارې

ټول بامونه ځیر کړه ما، ټولې کوڅې چاڼ کړې ما

نه په نمرخاته ښکارې، نه په پرېواته ښکارې

زه وایم چې بل بهار، دې کلۍ کښې وغونځېد

ته حمزه چې هر کله، سر په زنګانه ښکارې

(امیر حمزه خان شینواری)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←