اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

مینه مینه

غواړمه چې ټوله دنيا مينه، مينه، مينه شي

روس دې امريکا نه ځار، امریکا دې ځارله چينه شي

(پیرګوهر)

---------

ورکه دا بې سره سالاري دې له هیواده شي

خونه د ابدال بابا دې بيا په ننګ اباده شي

خاوره دې زموږ له خپلمنځي ستم ازاده شي

مات غشي لينده دې د هر زور نوي صياده شي

دا ناره خوره دې له امو تر اباسينه شي

غواړمه چې ټوله دونيا مينه، مينه، مينه شي

څوک دي پر جهاد چې غوړوي زموږ د جنګ لمن

چا د سمت او توکم په داغ کړله راته رنګ لمن

پرېږدئ چې خوره موپه جهان شي دغورځنګ لمن

ده د تاريخونو باج خوره، نه د قلنګ لمن

نوره دې د ړوند کوڼ اقتدار خبره سپينه شي

غواړمه چې ټوله دونيا مينه، مينه، مينه شي

نن چې څه زغمو دا خو مرام د هيڅ شهيد نه و

دا منزل هدف مو د تکبير او د توحيد نه و

دغه ځانځاني مو کور په کور د حکومت بريد نه و

څنګه ستا په غېږ کې افغاني غوندې تشديد نه و

موږ ويل چې به تېر له بوسنيا او فلسطينه شي

غواړمه چې ټوله دونيا مينه، مينه، مينه شي

هر د جنګ مجرم ملحد بربنډ محاکمه غواړو

دغه انتشار بس د يو څو شېبو مېلمه غواړو

پټ دغاصب مخ، نور دملت وړاندې څیرمه غواړو

دغې فيصلې ته د عمل درنه جامه غواړو

دا توره چې شي پرې جهاد، زر دې بيا زنګينه شي

غواړمه چې ټوله دونيا مينه، مينه، مينه شي

خدايه! له دې خپلو شهيدانو حيا راولې

دين سره زموږ هر بې وفا په وفا راولې

يا په خپل کرم د جفاکارو قضا راولې

امن د حمزه او پير ګوهر له دونيا راولې

دا لمن د شعر د ناګار چې پرې رنګينه شي

غواړمه چې ټوله دونيا مينه، مينه، مينه شي

(ناګار)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←