زه خوشال خټک
د ښاد منو په خندا ګؤ
د غمژنو په ژړا ګؤ
د رندانو په رندۍ
د شېخانو په تقوا ګؤ
د وصال په سل خوښۍ
د هجران په زر بلا ګؤ
د بهار په ښو ګلونو
د بلبلو په نوا ګؤ
چې ترې سبر ونې هيڅ دي
په هغه قد بالا ګؤ
چې مکحولې دي له نازه
په هغه سترګو شهلا ګؤ
چې نرۍ تر ويښتۀ ده
په هغه باریکه ملا ګؤ
چې عاشق ورپسې مرینه
په هغه جمال زېبا ګؤ
چې راځي د یار له لوریه
په هغه بادِ صبا ګؤ
چې پېغام راوړي د وصل
د هغۀ قاصد په پا ګؤ
چې دویمه پکښې نشته
د ريښتینو په ریښتیا ګؤ
په دا هومره سوګندونو
صد هزار ځله بیا بیا ګؤ
چې تر ځان په تا مئین یم
زۀ خوشحال خټک په تا ګؤ
(خوشحال خان خټک)
—————-
غزل
څو چې يې اور د سترګو بل وي مابه بل ساتي
څو چې شبنم اوښکې لرم جانان به ګل ساتي
دغه یو څو یاران مو خدای له مرګه هېر ولره
دغه یو څو یاران مو تود د زړه محفل ساتي
مونږ پښتنې مینې د خپل ځانه هم پټې ساتو
څه بختور وي چې د خپل جانان درشل ساتي
حسن چې څومره وي ساده دومره جادو هم لري
څوک چې خورې زلفې لري په کښې به ول ساتي
مونږ ساده ګان د هغو خلکو نه هم مینې غواړو
څوک چې لستوڼی ورکوي یار له منګول ساتي
بیلتون به هرڅه وي خو مینه هم څه وايي ځان ته
په دشتو ورک مئین له سیوری د اوربل ساتي
ژوند د سایل به سترګې چرې بې خماره نه کړي
د زړه په وینو به سرې شونډې د غزل ساتي
(رحمت شاه سایل)
————
وریځې راوله باران راوله
زلفو له څنډ ورکړه طوفان راوله
لر کړه د مخه آئینه لرې کړه
ما د حیرت د بیابان راوله
سپرلیه زه به دې احسان ومنم
خو ته دځان سره جانان راوله
ځه چې واپس زړې قیصې نوې کړو
راشه واپس هغه دوران راوله
ماښام لمبه کړه تياري و تښتوه
بله ډیوه شه پتنګان راوله
واعظه نه په تقوی نه رغیږم
ماله ساقي د روهستان راوله
زړه نظر سترګې په جرګه درولم
ښکلي راغونډ کړه رقیبان راوله
( صابر )
