اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

خوشال بابا

د ګران کشر،تکړه څېړنکار او شاعر مهران مومند ډېره مننه کوم چې زما اصلاح ئې اوکړه

دَ لفظ انځور مختلف حالتونه

انځارهـ

انځور

انځورول

انځورلے

انځورېدل

انځورونه

انځورګر

انځوروونکے

انځورونه

سر خبره اسانه ده خوشحال بابا وایې

چې مکی لره څوک درومی پهـ خرهـ سور

کهـ حاجی شی نهـ ېې ننګ وی نهـ پېغور

چې خبر پهـ هنر نهـ هغه کم عقل

چې د خط سترګې ئې نهـ وی هغه کور

چې ئې خداے و چاته ورکا د هغهـ دے

بخت دولت نهـ پهـ کوشش دے نهـ پهـ زور

اصالت هنر چې دواړه سره یَو وی

لکه ښهـ کشیده جوړه پهـ انځور

پهـ خصلت هنر سیرت دانش باقی وی

قد قامت صورت فانی دے سپین و تور

دا همه د ناپوهۍ پېدا کېږی

خرخشی دعوې ناسازې شر وشور

پېرزوئنه ښهـ سلوک نمنځنه عدل

کهـ دې دا خویونه شته څهـ غواړې نور

کبرژن حریص بې زړهـ چې دروغ وایې

دَ یارۍ لائق نهـ دی دا څلور

کهـ وعده ئې قیامت وی د غوښتنې

دَ هوښیار سړی به نهـ وی پکار پور

کهـ طالع ئې د دولت پهـ شربت ډک کا

بیا آخر شی د کم عقلو جام نسکور

د یارۍ د دوستۍ لائق هغه دے

چې ازار ورځنې نهـ وی پلار و مور

کهـ ځوانمرد ئې ځوانمردی به دې هاله وی

سل بدۍ اواره کا د خپل ورور

پهـ ایمان پهـ ځان پهـ دواړو صرفه نهـ کا

چې د خپلې ژبې ولګېږی اور

د هوښیار سره مجلس ښهـ دے خوشحاله

د نادانه سره ښهـ نهـ دے بیور

د بابا بل غزل

چې د خلې وئیل ئې نور د زړهـ ئې نور وی

د هغه به مخ پهـ دواړه لوریه تور وی

د ناپوه سره راضی نهـ یم پهـ باغ کښې

د دانا سره قبول لرم کهـ اور وی

کهـ پهـ لاس کښې ئې ډک جام کښېږدی څهـ سود دے

د هغه چې لهـ ازله جام نسکور وی

نالائق زویه دې خداے د چا لوئې نهـ کا

چې پهـ ځان د دهـ لهـ خویه پلار و مور وی

یو لائق زویه د پلار کره لوے ښهـ دے

نالائق پهـ څهـ شماره کهـ درې څلور وی

ښهـ لائق زویه مور پلار پهـ نیکۍ یاد کړه

نالائق د پلار ازار د مور پېغور وی

د غوولی زویه شور وی پهـ خپل کور کښې

د ښاغلی پهـ جهان کښې شر وشور وی

کهـ هر څو د سړی ډېر زویه پېدا شی

بیا پهـ واړو کښې خو یَو زویه انځور وی

هغه زویه خو پهـ کور ښهـ دے خوشحاله

چې بهرام غوندې یواځې د خپل کور وی

د بابا بل غزل

راشه لېونے شه چې دې نور خلق غمخور شی

څو چې هوښیاری کړی غم به لا درباندې زور شی

هېڅ پرې نهـ پوهېږم چې د چا وئیل رښتیا کړم

سل رنګه خبرې پهـ دا مېنځ کښې لور پهـ لور شی

صبر د دردمنو.زړونو هر کله اثر کا

خدایه لا به کله د غماز سړی مخ تور شی

زر هنره وهـ کړه نصیحت پهـ کوم حساب دے

هر چې ځاے خوئی وی فکر مهـ کړه چې به نور شی

یو هندو بلا دے چې پهـ مکر ټیکه کښېږدی

څوک به ترې خلاصېږی هغه ځاے چې درې څلور شی

سپین جمال دې ګوره ښائسته پرې تور خالونه

تل پهـ کشیده باندې ټکۍ د انځور شی

درسته شپه مې تېره پهـ فریاد او پهـ نعرو کړه

شپه ئې د هجران وه سُور پالنګ پهـ ما سُور اور شی

غېرِ بېګانه چې اخلاصی شی ورور هغه دے

ورور چې بېګانه شی راته وایه کله ورور شی

ډېر دی پهـ دا چم کښې چې پټ پټ د مینې لاف کا

ولې اوس یواځی و خوشحال وته پېغور شی؟

نو دَ لفظ اصل تلفظ انځور دے بر وزنِ پېغور

شور اَو زور قافیې چې ورسره څوک تړی نو صحیح دی

نوټ دا کمنټ زیات وهـ نو پهـ دغه وجه هلته نهـ پېسټ کېدهـ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←