شپه
هغه د باران لیونۍ شپه راته لا یاده ده
ژونده ستا سلګۍ سلګۍ قیصه راته لا یاده ده
ما درنه د خپلې مزدورۍ پوښتنه کړې وه
اے د کلي خانه ستا غُصه راته لا یاده ده
دغه ښار وو وینه، مینه دواړه پکښې لوستي ما
ستا د پیښور کوڅه کوڅه راته لا یاده ده
چیرته یي راوړے یم هر څه رانه هیر دي خو
یاره د کابل د سیند چپه راته لا یاده ده
ستا د جفا درد مي حافظه کمزورې کړې ده
بس یوه د مینې کلیمه راته لا یاده ده
ما چي په ورغوي کښې ګل کړے په نکریزو وه
وېې وٸیل اتله ستا نامه راته لا یاده ده
ــــــــــــــــــــ
ډاکټر اسرار اتل
