اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

سید عبید الله نادر

ګوښه ژوند

له بی عـــمله زاهـــــــدانو نه پردې کښي یــم ناســـت

له ډیره غمه په یــو ګوټ د میکدې کښي یـــم ناســـت

درانه بارونه می راوړي ، د غــمونـــو دلـــــــــــــــته

د غمو پیټو ســـره ګوټ دي میـــــخانې کې یم ناســـت

چې د میــــخورو درناوی په میــکدې کښــــــــي وشي

لکه فـقیر د میــــکدې په دروازې کښـــــي یم ناســــت

چې دا ظلــمونه وحشـــتونه د دي خــــــــــــلکو ویـــنم

د خپل غمجن زړه سره تل ،په غم خانې کښی یم ناست

د خــلایــــــــقو له آزاره په یو ګـــــوټ کښي لــــــیري

په خپل جونګړه د غُربت ،او کاشـانې کښي یم ناســـت

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←