اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

ښه وایې اشنا، د ننګیالو خبرې نورې دي

پوې شه، د الفت د لېونو خبرې نورې دي

دا لږه کیسه زما د غم وه چې دې واورېده

مکړه بیړه، ودرېږه، یو څو خبرې نورې دي

ولې پکې ستا هغه خواږه لوظونه نه ښکاري

نن خو دې د سترګو پښتنو خبرې نورې دي

بټ نه، د الفت لکه نينه هسې په تېښته یې

ما خو درته وې د سوځېدو خبرې نورې دي

راز د مینې زده کړه ترې، چې سوځي او ګډېږي هم

دا دي او کۀ نه؟ د سپېلنو خبرې نورې دي

پرېږده بېلوتۍ واعظه، وخت دی د بلبل او ګل

بیا به اؤرو، نن د اورېدو خبرې نورې دي

موسک و د رقیب سره په تریو تندي مې پوهه شو

وې چې په تا باندې مې پېرزو خبرې نورې دي

څه یې وې قاصده؟ وې چې ما ته ځواب ورسېد؟

وشوه، بس د تلو او نه راتلو خبرې نورې دي

ښه دي ستا نازونه، خو لالیه زوړ استاذ یمه

مه تېرباسه ما، د تېروېستو خبرې نورې دي

څه په ډېرو میو چې ساقي راته راګورې نۀ

ستا د پېمانو او د لېمو خبرې نورې دي

ګوره حمزه خولۀ په خولۀ چې نه شې د رقیب سره

تا ته دي ښکاره چې د سړو خبرې نورې دي

(امیر حمزه خان شینواری -حمزه بابا)

14/04/2026

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←