اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د ړندو ښار/ قومیت

وختونه ځي تیریږی، تاریخونه پاتې کېږي

واکمن خو تل بدلیږي، ولسونه پاتې کېږی

واکمن چې واک لپاره، ولسونه جنګوي

تاریخ کې د ولس یې، بد نومونه پاتې کیږی

تاداو د سوکالۍ د ولسونو ورورولي ده

د ژوند د پرمختګ دا بنيادونه پاتې کېږی

ای ستوریه ! شاعري دې خدایګو عمر زیاتوي

ژوندي دې په شعرونو کې خیالونه پاتې کېږي

(ډاکتر کبیر ستوری)

*********

د ړنـدو ښـار

دړنـــدو ښــــار دی دلــتـه ښـکـلـو ته کـتـل نه کړي څوک

سـتـرګې دي پـټـې کـړه څه مه ویـنه لیدل نه کــړي څوک

دلـتـه د شـپې ورځی تـوپـیـر نه شته دی ورځ هم شپه ده

د تـورې شـپـې نــه رڼـــا ورځــی بــېـلـول نـــه کـړي څـوک

دلـتـه پـردی پـېـژنــد چـلـېــږي خـپـل پـېـژنـد نه شته دی

پـه خـپـلـه نـامـه بـانـدې د ځان هم نومول نه کړي څـــوک

دلـتـه غـوږونـه اوریـدلـی شـي خـولـې ګـونـګــۍ نـه دي

خلک هر څه وائی خو صرف رښتیا ویل نه کړي څــوک

دلـتـه پـوهـان او لـیـکـوالان ړانــده دي نـه ویـــنـي هـیـڅ

ســتـوري ! ته ووایـه څه مه لـیکه لوستل نه کړي څوک

(ډاکتر کبیر ستوری)

*********

پښتون زوی د بابا يم ولاړ يم په ميدان

مضبوطه ملا تړلې

په لار د قوميت کې به خپل حٔان کړمه قربان

ما سر په لاس نيولی

په لار د قوميت کې يمه تير تر مال و سر

دا رسم د پښتون دی

په دغه لار که مړ شم دغه مرګ ګڼم بھتر

ازاد رمونږ ژوندون دی

تمام پښتانه يو دي که په سمه دي که غر

پخوا نه داتړون دی

وطن زمونږ ناموس دی په ناموس وژنو خپل حٔان

ما حٔان په مرګ شميرلی

ما سر په لاس نيولی د خپل قوم نه به يې نثار کړم

د قام د سر خيرات يم

په نم د خپلو وينو به داخپل وطن ګلزار کړم

يو موټی د زکات يم

بد خواه د خپل ملت به په بلا کې ګرفتار کړم

له تندر حٔنې زيات يم

زما په نارينتوب باندې قايل دی ټول جھان

اثبات ته رسيدلی

دا زه ھغه پښتون يم چې پيشه مي شجاعت دی

ښکاره يم لکه لمر

شربت د ازادۍ باندې بدن زما صحت دی

په ھر ميدان کې بر يم

زما د تورې بريښ چې چاليدلی په چشمان

په خپله يې حٔان سيزلی

ھست شوی اولوی شوی يم په دار کې د اسلام

په شرعه برابر يم

نه حٔم د بل قانون پسې نه يم د بل غلام

د پلار نيکه پسر يم

ائينه دې مخ ته ونيسه لږ حٔان ته وکړه پام

له اصله دې خبر يم

د بل لاس لاندې زوړ شوی غولوې مسلمانان

استاذ مې ستا ليدلی

اسونه نال کيدل چينډخ ته ودريده دا خيال

نال بنده ما ھم نال که

نال بند ورته ويل ته داسونونه يې سيال

کم بخته حٔان سمبال که

که څوک بې تجربې وي د چينډخې په مثال

ضرور به حٔان پايمال که

اخر به په تبۍ ورله مخ تور کړي ملنګ جان

دا خوب يې دی ليدلی

(ملنګ جان)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←