اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د غربت سوې ځواني

د غربت سوې ځواني لکه زمکه باراني

زما زور زما ځواني ستا په حُسن قرباني

دا د مینې خزانې زما برخه اسماني

عقل تل په ټپو ړوند عشق رانجه سلېماني

دا د سرو ګلو موسم دا بې کچه ځان ځاني

د زړګي سیوری پیتاو د یو ښکلي ارماني

صوفي ګرځي په براق مُلا ناست دی پېزواني

دا د ویرې نه سجدې دا د ډب مسلماني

ستا د حُسن ترانې راته یادې زباني

د دولت هر یو انبار نه دی فضل رباني

په هر طاخ کښې دي پراته ستا خطونه پخواني

محبت څه دی اشنا سلطاني ده سلطاني

پېښور کښې ملنګي او په کلي کښې خاني

چې پېدا شومه پښتون ربه ستا مهرباني

چې ورتلې په «اباسین» وس کوا پهلواني

(اباسین یوسفزی)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←