اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ښاپیرۍ

نظم

(م.حقدار)

نن څه ډېر عمرونه پس

درې څلور کلونه پس

ښاپیرۍ کلي ته راغله

ليونۍ کلي ته راغله

نن هماغه شان خوږه وه

نن هماغه شان ښایسته وه

خو راغلې ميلمنه وه

دپلارکورله یوڅو شپو له

دځوانۍ تيرو لمحو له

دخدای کار دی

بیا دکلي په کوڅو کې

نا څاپي مخې له راغله

ویل یې څنګ یې لیونیه

وخت دې څرنګه تېرېږي

ماویل ښه یم خو ښه نه یم

زړه مي هغه شان خوګېږي

تېر وختونه را یادېږي

ستا یادونه رایا دېږي

دې ویل وخت هسې هم تېر شو

ته هم کور ځان ته اباد کړه

ژوند په یاد خو نه تېرېږي

ما ویل ته څنګه یې وایه

ستا دزړه زخمونه څنګ دي

وخت دې څرنګه تېرېږي

تېر وختونه دریادېږي

دې ویل ښه یمه ګلابه

ژوند مې ډېر ښکلی تېرېږي

ښې جامې شته ښه خوراک شته

ښکلی کور مو دی ټول پوخ دی

نه څه وېره دباران شته

نه څه وېره دتوفان شته

شهزادګۍ دخپل محل یم

راته هیڅوک نه یادېږي

ما ویل څنګه درنه هېرشو

عجیبه ده نه پوهېږم

ستا دخپلې خولې لوظونه

ستا وعدې او قسمونه

ته خو ډېره عجیبه يې

ته خو ډېره نادیده یې

ته خو ډیره بې وفا يې

دا موسکۍ شوه ویل (صیاده)

که رښتيا مې درته وویل

ته به هم رانه خفه شې

په پردي کورکې اوسېږې

په پردۍ ځمکه اباديې

دپردي اسمان دلاندې

لیونی یې در په در یې

ګرېوان څیرې سر ببر یې

دازل نه بد نصیبه

دغریب سړي اولاد یې

ته خو ځان ته یو مزدور یې

بیا په څه دومره مغرور یې

زه په تا ميئنه نه وم

زه په چا میئنه نه وم

تا به ویل که ما ته خاندي

ما به تا پورې خندا کړه

اوکه بل چاته واده شوم

دغه لیک خو ازلي وو

بل دموراوپلارمې خوښ و

پیدا شوی شهزاده وو

په هرڅه باندې پوره وو

ستا نه هر څه باندې ښه دی

کور یې خپل دی ښه مالدار دی

ددې وخت دخان اولاد دی

ته خو ځان نشې ساتلی

خپل کور نشې جوړولی

ما داوښکو ډکې سترګې

ډکې ډکې وساتلې

دا لګیا وه زه روان شوم

اراده مې زړه کې داوه

ځان ایسته کې مړ کړم چې خپل

خود کشي وکړم فنا شم

ددې ټولو خلکو هېر شم

هسې بود وخت یمه تېر شم

خو چې کورته واپس راغلم

او خپل کورته په کاته شوم

بس بیا پوه په ژوندانه شوم

حقیقت راته معلوم شو

چې هر څوک په خپل ځای ټیک دی

دې جینۍ ته ګناه نشته

ښاپېرۍ ته ګناه نشته

هر څوک ښکلی ژوندون غواړي

هېرول تېر پرون غواړي

زه به هم خپل ځان بدل کړم

زه به ټول یادونه هیر کړم

زه به تېر وختونه هېرکړم

نوی ژوند به بیا شروع کړم

نوې مینه به پیدا کړم

دا تیارې به بیا رڼا کړم

خور را خورځان به راټول کړم

داخپل خوږ زړه به ټکور کړم

دیو بل سپرلي په غېږ کې

دیو بل ښکلي په نوم

دبایللې مینې ضدکې

دبایللې مينې ضدکې

(م. حقدار ملنګ)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←