اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزلې غزلې

اشنا چې په وعده دې اعتبار اوکړم کنه

حيرانه يم چې بيا دې انتظار اوکړم کنه

اغيارو راته اوې چې اشنا به دې نن راشي

باور په دې خبره ده اغيار اوکړم کنه

اے اوښکو اسويلو سوٶ سلګو ده ارمانونو

خندا به درنه هم چرې يو وار اوکړم کنه

اسراره هر ديدن يې زياته وي ده زړه غمونه

حيرانه يم چې بيا ديدن ده يار اوکړم کنه

ډاکټر اسرار اسرار

——————

غزل

اور دې پرې پورې شي مـیراته دې شي

چې سـتا وعده ماتـیږي ماتـــه دې شي

کـــــۀ جوړیده خــــــبره ډېره ښـــۀ ده

کـــــۀ جــوړیدله نۀ نو زیاتــــه دې شي

قام ته دې اودریږي پۀ سپینه ډاګــــــه

هـــغه چې غـــل نۀ دے رڼا ته دې شي

هــــــغه د تلــــو د ټکــــــي شاته نۀ ځي

ستن د ګهړۍ کۀ تلے شي شاته دې شي

وخت مـــې ستاینه د مــیړانې کـــــوي

یاران دې پټ اودریږي، خـواته دې شي

فضل رحیم لوھار صیب

—————

زۀ شهباز یمه د غــرونو ، ټپوس نۀ یم

د منت د ګلشنــــونو طاؤس نۀ یم

ټول ژوندون مې خوا پۀ خوا ورسره تېر کړو

ستا د غم سره به لا هم مانـوس نۀ یم

زۀ خو ســـروه ستا د مینې د چمن یم

د هوس د صحــراګانو ټنډوس نۀ یم

که هر څومره ګناهګار د محبت یم

ستا د حسن د کــرم نه مایوس نۀ یم

مینې تــوان د قناعت راته عطا کړو

د دنیا د دربارونو چــاپلوس نۀ یم

د سخي او د ښاغلي سړي یــار یم

زۀ ملګرے پۀ هیڅ رنګ د ګنجوس نۀ یم

ستا د ښکلي مخ د شمعې نه ځارېـږم

زۀ پتنګ د هر چـراغ د فانوس نۀ یم

جاروکښ د مدینے یمه افګاره!

کارنده د امریکے او د روس نۀ یم

افګار بخاري

————

غزله

ـــــــــــــ

ته چې شونډې سپړې زه د زړه درزا ته غوږ يمه

ستـــا خبره اورم کــــــنه ښـــکليه تاته غوږ يمـه

غرونه مې د زلفــو په ســينه باندې پرېـوتي دي

دا چې خپه نيولى شـمه ستړې ساه ته غوږ يمه

هيڅ د فرعونـــيت خلاف د حق خـبره نه کوي

زه د خپل اولس په درد منکـــر ملا ته غوږ يمه

دا سړى د تورې تيـــــارې قتـــــل له راوتــى دى

فکــــــــر د رڼا لري د شـــــپې بلا ته غـوږ يـــمه

ښکليه خداى ته وګوره چې دا خــــبرې مه کوه

کلى دى پښــتو ده خه نو زه به چا ته غوږ يــمه

خلک د دروېش روښان د مينې ګنګــوسې کوي

زړونه يې په لاسو کې نـــيولي شاه ته غـوږ يمه

دروېش روښان

—————-

نه وایم خــطا دې خـطا سترګو ته

سترګې دې بـلا شــوي بـلا سـترګو ته

خپله به يې خلقـــه ګـــوزارونه وړم

خپله مې ورزده کـــړه خــندا سترګو ته

یو چې بچ کـــــــــوم له بڼــــــــو، بل لګې

زړه ته به لاس نیســــمه لا ســترګو ته

یاره! زما مـــــــــــــرګ تـه اشــــــارې کوې

سترګې دې قضا ته، قـــــــضا ســـترګو ته

اوس دې خبروم ښکلــــو ته مه ګــــــوره

بیا به ګوته نیسي صبا ســـترګو ته

ګله! چې نــظر مي پــــــــــه چا پــــریوتو

بیا چې راستون نه شو په شا سترګو ته

هسې نــــــــه وې درده له نظــــره شي

دا غزل لوګے کـــړه دا چا سـترګو ته

رحمت الله درد

———-

اولس جانان که، نو ده ټول اولس، جانان به شې

که لږ پخپله ځمکه اودریدې، آسمان به شې

په تنهائئ کښې وي بې درہ، بې ديارہ سړی

ده زړونو کور کلي له راشه، نو ودان به شې

د ژوند په شور کښې، ځنې ځنې آوازونه اوره

که ناست ئې پابسې، که پاڅیدې روان به شې

ستوري خالونه، په تندو که د وطن ده ښکلو

تیارې دې نه شي پټولے، چراغان به شې

د پردي سيوري نه، په خپلو سرو غرمو کښې ښه ئې

دلته به ډیر ګران ئې، که هلته شوې ارزان به شې

د خپل پرهر د دړد ده، سرو ګلونو ژبه زده که

ګل به پخپله شې، د ګُلو ده خاندان به شې

ماتول هیڅ نه دي مشکل، د نفرتونو پولې

ده مینې لار واخله یقین به شې، ایمان به شې

بیا به تمبېږي د پلکونو، ګزارونه درنـــه

د ستم ګرو مینه اوکه، نو سندان به شی

یا بنجاری شه یا ملنګ، د پښتنو د کوڅو

سائله دا اعزاز حاصل که، شاه جهان به شی

رحمت شاه سایل

—————-

د خوشال بابا کلیات

مخ ۵۲۹

.

که مې یو ځله رسد وشي تر سنده

نور دې نه وینم په تورو سترګو هنده

.

نه به سترګې د سړي په چا خوږې شي

نه یې ماته په اوبو شي د چا تنده

.

د پیپلو پاڼې خوره، په غره کښې اوسه

نه چې پان د هندوستان خورې، زما جنده

.

په هغه بازار به څه سود او سودا کړې

چې کارغه په کښې قدري دی تر شهنده

.

اې وروستیه عقله! درېغه که پخوا وای

ما به ولې په خپل ځان کړه هومره شنده

.

هر چې وشول، هغه واړه دربخښلي

اوس خوشاله، په لاس مه نیسه ناپسنده

.

رسد = رسېدنه

سند (سیند) = سند لکه سیند. په ځینو نسخو کښې سیند راغلی دی. د سند یا سیند مطلب اباسین دی. دلته خان بابا خپل وطن لکه و اکوړه خټک ته اشاره کوي.

پیپل = پیپل د اینځر له کورنۍ یوه ونه ده. د هېندوستان څلور ولسونه لکه هېندووان، سېکان، بود مت او جېن، و دغې ونې ته، سپېڅلې ګڼي. د پیپل ونې پوهنې (ساینسي) نوم:

Ficus religiosa

دی.

هند (هېند) = هند لکه هېندوستان.

جنده = انساني بدن یا صحت ته جنده وایي.

شهند (شَه-هَند) = سینا، شاهین، لنډوزری، شند، باتور

درېغه = ارمان، درېغه د افسوس کلېمه ده.

شنده (شَن-دَه) = ۱) ظلم، زور، جبر ۲) ټوکه، ملنډه

(زرچاڼ/ غوړچان= ممتازخان لونګین)

12.05.2026

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←