اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

خفه یم

زړه مې راته وایې چې ځان مړ کمه
ښایي هوسا به شمه
هغې دنیا ته درشم
روح د په غیږ کې واخلم
میلمه دې شمه
زړه مې یو چا پسي خفه غوندي دی
ښکلي سترګي یې
د سیند د شنو څپو له رنګه
د ستورو تر رڼا ښایسته وي
چا چې مې مړ وجود ژوندی ساتل تل
هغې چې ژوند یې راکړ
خدای تعالی نه درښیم
هغه بښونکي نجلۍ
پسې خفه خفه یم
هغه چې اوس نه ښکاري
یوازي یاد یې ژوندی
تل په خوبو کې راځي
زما د زړه میلمنه
اوس په دنیا کې نشته
هغه چې راغله
بیرته لاړه
زما ژوند ته یې پای ورکړ
او بیا هیڅ کله را نه غله

Mirwais Jalalzay

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←