اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

تاج محل

شاه جهان بادشاه چې د ملکه ممتاز په مينه کښې تاج محل جوړ کړو نو مئينانو د پاره د مينې داسې علامت وګرځيدو چې د ديدنونو مرکز يې ترې جوړ کړو خو ساحر لدهيانوي دغه جذبه په خپل نظم تاج محل کښې غندلې ده-- دغه نظم او زما پښتو ترجمه وګورئ-

نظم ـ تاج محل

شاعر ـ ساحر لدهيانوي

ترجمه ـ ډاکټر حنيف خليل

زه تاج محل دا ستا د مينې علامت هم منم

دغه ښايسته وادۍ سره دې عقيدت هم منم

خو زما ګله ما له بل چرته ديدن راوړه

وي په شاهانو د خوارانو ګذر څه د پاره

په کومه لاره چې وي نخښې د شاهانو پرتې

په هغه لاره د مئينو سفر څه د پاره

زما ګلابه هغه پټې علامې د وفا

کاش چې ليدلی دې وی رعب او نښانې د وفا

د مړو شاهانو په قبرونو باندې مسته ياره

خپلو تيارهٗ تورو کورونو ته نظر خو وکړه

بلې په ډيرو په دنيا کښې وې لمبې د مينې

چا وې چې نه به وې رښتونې يې جذبې د مينې

خو د هغوئ د مينې داسې اوازه خو نه وه

چې مفلسان وو نو د مينې يې چرچه خو نه وه

دا محلونه ديوالونه قلاګانې پلنې

دا د جابرو بادشاهانو د عظمت دي ستنې

دا چې د وخت په سينه داغ يې د ناسور غوندې دی

زمونږه وينې يې چې څښلې رنګ يې سور غوندې دی

زما محبوبه دوئ به هم وي چرته مينه کړې

چې خپل هنر يې ښکلي شکل ته ځلا ورکړې

خو د پلرونو د قبرونو يې نشان نشته

ځکه چراغ چرته بل شوی پرې روښان نشته

دا چمن زار' دا د جمنا غاړه او ګوره محل

دغه سينګار په ديوالونو او محراب ته کتل

يو شهنشاه چې به وو مست د خپل دولت په نشه

زمونږ د خوارو محبت پورې خندا کړې ده

نو زما ګله ما له بل چرته ديدن راوړه

اردو نظم -- تاج محل-----ساحر لدهيانوي

تاج تیرے لیے اک مظہرِ الفت ہی سہی

تجھ کو اس وادیء رنگیں سے عقیدت ہی سہی

میری محبوب کہیں اور ملا کر مجھ سے

بزم شاہی میں غریبوں کا گزر کیا معنی؟

ثبت جس راہ میں ہوں سطوتِ شاہی کے نشاں

اس پہ الفت بھری روحوں کا سفر کیا معنی؟

میری محبوب پس پردہ تشہیرِ وفا

تو نے سطوت کے نشانوں کو تو دیکھا ہوتا

مردہ شاہوں کے مقابر سے بہلنے والی

اپنے تاریک مکانوں کو تو دیکھا ہوتا

ان گنت لوگوں نے دنیا میں محبت کی ہے

کون کہتا ہے کہ صادق نہ تھے جذبے ان کے

لیکن ان کے لیے تشہیر کا سامان نہیں

کیونکہ وہ لوگ بھی اپنی ہی طرح مفلس تھے

یہ عمارات و مقابر یہ فصیلیں یہ حصار

مطلق الحکم شہنشاہوں کی عظمت کے ستوں

سینہء دہر کے ناسور میں کہنہ ناسور

جذب ہے ان میں ترے اور مرے اجداد کا خوں

میری محبوب! انہیں بھی تو محبت ہوگی!

جن کی صناعی نے بخشی ہے اسے شکلِ جمیل

ان کے پیاروں کے مقابر رہے بے نام و نمود

آج تک ان پہ جلائی نہ کسی نے قندیل

یہ چمن زار یہ جمنا کا کنارہ، یہ محل

یہ منقش درو دیوار یہ محراب یہ طاق

اک شہنشاہ نے دولت کا سہارا لے کر

ہم غریبوں کی محبت کا اڑایا ہے مذاق

میری محبوب! کہیں اور ملا کر مجھ سے

Rehmat Shah Sail

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←