قلندر مومند ته
قلندر مومند ته // محترم اجمل خټک صاحب
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره!
لېونی ياد دې تر قفسه په ګډا شي راشي
د نازک زړه د بېلتانه سوکړو وهلي ګل ته
سپرلي د ميني د جنت نه په خندا شي راشي
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره!
-----------------------
ستا حسين ياد, د غېرتونو د لمحو بڅرې
د خوشال وينې ته لمبې د ايمل خان شي راشي
ستا د جنون د ارمانونو ماه جبينه ناوې
په پښتونخوا کې سور بېرغ د باچاخان شي راشي
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره!
-----------------------
راشه راخور شه لږ په فن او په غېرت مې ګله!
چې مې پنجرې کې د 'کاکا' د څنګ ښکلا پېدا کړي
زما پښتو ته د خېبر د سر شغله شه راشه
چې په تېرو کې د 'کامل' د زړه رڼا پېدا کړي
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره!
------------------------
راشه راپټې کړه, لږ راوړه د ماضي له جېبه
د 'اولسي ادبي دور' هغه شېرينې لمحې
د خوار اولس په غم ککړ د خوشالۍ خوبونه
ستا د ګجرو زما د چيغې زرزرينې لمحې
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره!
------------------------
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره!
راشه زما د يادو کور ته خپل ګلونه راوړه
د رحمان زويه نن د نظم او غزل په فن کې
د باګرامۍ ترکې ښايسته شينکي خالونه راوړه
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره!
------------------------
منم ستا سره وينه کې بوئين د پښتني حرارت
زما هډ هډ نه په مزل کې غورځنګونه غواړي
ستا د ارمان د سباؤن په پلوشو کې ګرمي
زما په لار کې د لالا سره کفنونه غواړي
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره
------------------------
پوهېږم ستا خوله کې صدا د تاترې د ګوګل
په دې خورو ورو زړګو کې اتڼونه غواړي
ستا د قلم خوله کې چغار د پښتنو د سپرلي
په غر او سمه د وطن سمسور ګلونه غواړي
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره!
------------------------
د ارمانونو ولولو د ګل غوټو داغونه
د فن د ګلو يې مسکا کړه تر پنجرې يې راوړه
د خپل زړګي د شمعې ټولې ځلېدونکې اوښکې
د وخت تورتم پسې رڼا کړه تر پنجرې يې راوړه
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره!
-----------------------
راشه چې ټوله مينه ورکړو د قلم څوکې ته
د خپلو ژوبلو احساساتو نه نغمې جوړې کړو
د زړه تارونه سرې لمبې کړو د زلمو وينو کې
د انقلاب په چغه نوې ولولې جوړې کړو
-----------------------
د زړه له وينې د وطن د مخ ګلونه جوړ کړو
د وخت تيرو نه د شهۍ د زلفو ولونه جوړ کړو
زما مئينه خوږه مسته قلندره ياره
راشه راخورشه لږ په فن او په غېرت مې راته
