غرور
غرور، کبر او مستي سړی خراب کړي
چې نشه وکړي دستي سړی خراب کړي
ځینې خلک د نفرت په اور کې سوځي
شک، کینه، بغض حتمي سړی خراب کړي
صفت دومره د ځان وکړه چې یې وړ وې
خپل صفت ګوره بیخي سړی خراب کړي
کله کله ځینې وخت کې غوسه ښه وي
ډېره ښه نه وي نرمي سړی خراب کړي
چې تقدیر کې دې سکون او راحت نه وي
د تدبیر دا خوش فهمي سړی خراب کړي
ژوند د ښو او بدو جوړه حـــادثه ده
د وخت دغه جواري سړی خراب کړي
چې قسمت درسره کله یاري پریږدي
ځينې وخت کې بدبختي سړی خراب کړي
چې دریاد شي د خپل ژوند خواږه وختونه
تېر یــادونه پــخواني سړی خراب کړي
چې اختیار دا ستا دژوند د بل په لاس وي
شي بې خونده زندګي سړی خراب کړي
له دې ځینو خلکو ځان ساته „بېــداره“
درته روغ شي لیوني سړی خراب کړي
( بصیر بیدار )
Basir Baidar Stori
