اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

خیبر جرګه

په اکتوبر یوولسم به زه درځم، خیبره

زه به درځم، خیبره!

ستاپه سینه باندې به سرپه ځمکه ږدم، خیبره

زه به درځم، خیبره!

په دغه خاوره کې غیرت د عجب خان پروت دی

پیرنګ پخوا منلی

په دغه خاوره کې جرأت د عجب خان پروت دی

پیرنګ خوا منلی

ځوانه جذبه به د جرګې مینځ له دروړم، خیبره

زه به درځم، خیبره!

د خپلو غرونو د غمو حساب کتاب به غواړو

منظوره ! غږ به کوو

د خپلو ورکو پښتنو حساب کتاب به غواړو

منظوره ! غږ به کوو

د امن سیین ببرغ د خان سره دروړم، خیبره

زه به درځم، خیبره!

مونږه ځلمی یو د خیبر یوه پخوانۍ سندره

لا مې په زړه کې پرته

د تاتري د سر رالوتې لېونۍ سندره

لا مې په زړه کې پرته

دانه وانه به دا خپل خان درته شیندم، خیبره

زه به درځم، خیبره!

چې راټولېږي مې د قام، ټول قامپرست لیوني

شوګیره رنګ به راوړي

دا چې د قام په مینه مست وي، دغه مست لیوني

شوګیره رنګ به راوړي

یوازې نه یم، ډېر ځوانان به درولم، خیبره

زه به درځم، خیبره!

*****

غازي عجب خان افریدی

فخر به وطن کړي همیشه ستا په مړانه

ګرانه عجب خانه

سر دارادو دې نن رسیږی تر آسمانه

ګرانه عجب خانه

ستا دلاسه غم باندې ککړ نن انګریزان دي

ستا دلاسه واړه دښمنان نن په لړزان دي

ستا دغه جرئت ته ده دنیا ټوله حیرانه

ګرانه عجب خانه

فخر به وطن کړي همیشه ستا په مړانه

ګرانه عجب خانه

ته پخپله خا وره غاصبانو سره جنګ کوې

ځارشه ننګیالیه په وطن باندې چې ننګ کوې

ای ددنګو دنګو درنو غرونو حکمرانه

ګرانه عجب خانه

فخر به وطن کړي همیشه ستا په مړانه

ګرانه عجب خانه

ای دآزادۍ په لو ی تاریخ کې لوړ مثاله

ای دحریت دقافلې بله مشاله

کړو درته دمینې ډک سلام عظیم انسانه

ګرانه عجب خانه

فخر به وطن کړي همیشه ستا په مړانه

ګرانه عجب خانه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←