رڼا ورځ
چې رڼا ورځ توره تیاره شي وایه بیا به څه کړې
د ژوند دستور که سرچپه شي وایه بیا به څه کړې
چې د وفا ځای ، جفا ونیسي په ټوکو ټوکو
چې دې اشنا سره پتنه شي وایه بیا به څه کړې
چې مېلمانه دې کوربانه شي، واک راخپل کړي د کور
ته په خپل کور کې مېلمنه شي وایـه بیا به څه کړې
چې غل قاضي شي او قاضي د غلا په تور تورن شي
جوړه ښکاره مقدمه شي وایه بیا به څه کړې
چې د سبا ستوری ماښام راخیژي نه وي رڼا
که د تقدیر دا فیصله شي، وایه بیا به به څه کړې
(ډاکتر کبیر ستوری)
